د کډوالو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيال معرفي شو

anwari_morr
شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۲ - ۱۵:۵۶
معین امور پناهندگان وزارت امور مهاجرین معرفی شد

 

وفي الله کاکړ نن وروسته له غرمې د تلې په ۱۲مه د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پناه غوښتونکو د مرستيال په توګه ددې وزارت کارکوونکوته معرفي شو.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت  سرپرست وزير نور رحمن اخلاقي، د سولې وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې مرستيالې  ډاکټرې عالمې، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال احمد ولي حکمي، امنيت شورا استازو، د وزارت يوشمېر رئيسانو او کارکوونکو او نورو دولتي ادارو استازو په دغه مراسموکې شتون درلود.

کډوالو چارو وزارت سرپرست په خپلو خبرو کې کډوال  او داخلي بېځايه شوي، چې د ټولنې ترټولو بېوزله او کمزوري کشر دی ارزښمند وښودل  او د پنا غوښتونکو مرستيال ته يې  د بريا هيله وښوده ويې ويل، په کډوالو وزارت کې هرڅوک د يوهمغږي او همکار ټيم په توګه په کار پيل کوي ترڅو دهغه چا لپاره موثر دنده ترسره کړي چې زموږ دکار ته انتظار باسي.

 په ورته وخت کې ښاغلي کاکړ په خپلو خبرو کې د وزارت د موجوده فعاليتونو دوام د لا دقت او موثريت سره او د ځوانانو غير قانوني کډوالۍ چې ددوی دمړيني سبب کېږي د کاري موخوڅخه ياد کړ ويې ويل، موږ به هڅه وکړو چې ډاډ ترلاسه کړو چې وزارت دهېواد د شرايطو سره سم دکډوالۍ مديريت پورې اړوند بېلابېلو سناريولري.

 همدارنګه ډاکټره عالمه، چې له څلورو کلونو نه ډېروخت يې د پناه غوښتونکو د مرستيالې په توګه يې دنده ترسره کړې وه په مراسمو کې شتون درلود او دخپل کار ترټولو مهمولاسته راوړنو يادونه يې وکړې چې د بېلګې په توګه يې د کډوالۍ د پالېسۍ جوړول او له سلو څخه د زياتو سازمانونوسره د ناستو يادونه يې وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۳۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامو له استازو سره ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) او د ملګرو ملتونو پراختیایي برنامو(UNDP). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو ښوونیز مرکز موسسې سره د ۵۳۷ زره او ۸۵۵ امریکایي ډالرو پر ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار کې د زیانمنو شویو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ا.ا.ا د چارو ادارې عمومي ریاست د استازو، د یاد وزارت د رییسانو او ځینو امرینو په شتون کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه.
په پیل کې د یاد وزارت مالي. . .

بېرته خبرونه ته