د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ نوي رییس د ننګرهار له مرستیال والي سره ولیدل

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۰ - ۱۰:۱۳
_

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ نوي رییس عرفات جمال د زمري پر نهمه د ننګرهار له مرستیال والي مولوي سعید احمد بنوري سره ولیدل.

په دې لیدنه کې د دغه ولايت د مهاجرينو چارو رييس حاجي باز محمد عبدالرحمن هم ګډون درلود، چې په ګاونډيو هېوادونو کې د افغان مهاجرينو د ستونزو په اړه خبرې پکې وشوې.

ښاغلي جمال په خپلو خبرو کې د امنیت ټینګښت، د فساد او نشه یي توکو مخنیوی د اسلامي امارت له مهمو لاسته راوړنو څخه وبلل او له ولایتي ادارې یې له خپلو مرستندویه ادارو سره د ښې همغږۍ او همکارۍ له امله یې له ولایتي ادارې څخه مننه وکړه.

هغه د وروستیو اورښتونو له امله د ځاني او مالي زیانونو له امله د خواشینۍ په څرګندولو سره د دغې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل: په افغانستان، ایران او پاکستان کې د مهاجرینو وضعیت مخ په ښه کېدو دی او د دوی حقونو ته د رسېدنې په برخه کې به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

نوموړي دغه ولايت ته د خپل سفر موخه د کمېشنرۍ د چارو ارزونه او د مهاجرینو د ستونزو اورېدل وبلله.

د ننګرهار مرستيال والي له هغه مننه وکړه او ويې ويل، چې د کمېشنرۍ ادارې تل په ګاونډيو هېوادونو کې له افغان مهاجرینو سره د مرستې په موخه همکاري کړې ده.

 هغه د افغان مهاجرینو د استوګنې د مودې د غځولو او د دوی حقونو ته د پاملرنې لپاره له ایراني او پاکستاني چارواکو سره د خبرو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه: په تیرو دریو کلونو کې په ټولیزه توګه امنیت تامین شوی او فساد پای ته رسیدلی، چې د بیارغونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده. دغه راز هغه د کمېشنرۍ له ادارې غوښتنه څرګنده کړه، چې په دغه ولايت کې د مهاجرينو لپاره لازمې پروژې بشپړې کړي

د ننګرهار ولایت د مهاجرينو چارو رييس وويل: له پاکستان څخه د تورخم له لارې په لسګونو زره کورنۍ هېواد ته راغلې دي، چې ٨٠ سلنه يې په دغه ولايت کې ميشتې دي او حرفوي زده کړو، کار، سرپناه، پاکو اوبو او نورو بنسټي کارونو ته اړتيا لري دغه راز نوموړي په دې برخه کې د کمېشنرۍ د ادارې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې په پکتیا کې د راستنو شویو په اړه خبرې وشوې، مولوي انعام الله صلاح الدین په یاد ولایت کې د راستنو شویو لپاره د قطر لخوا د استوګنې د یوه ښارګوټي د رغنیزو چارو په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۴۶
Background image

مهاجرینو چارو وزارت کې دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له احیای مجدد انصاري برای افغانستان او د کلیو او پرمختیايي پروګرام موسسو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه، چې د یو میلیون ۲۳ زره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۲۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې نږدې د ۳ میلیونو ډالرو پر ارزښت ۳ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د انکشافي و اجتماعي رازي، بشري صلح سازان افغان، دوستي مردم فرانسه با افغان ها موسسو ترمنځ د ۲ میلیونه ۸۹۸ زره او ۹۴۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د. . .

بېرته خبرونه ته