د کډوالو وزارت او ډنمارک د کډوالو کمېټې ترمنځ د همکاريو هوکړه ليک لاسليک شو

sadam_morr
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۳ - ۱۴:۵۳
--------------

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيال وفي الله کاکړ او په افغانستان کې د  ډنمارک د کډوالو کمېټې رئيس ترمنځ   د مرغومي په ۳مه د همکاريو هوکړه ليک لاسليک شو.

دغه هوکړه ليک د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت او ډنمارک کمېټې ترمنځ يو ګډ سند دی، چې له مخې به يې د راستنېدونکو، بېځايه شوو او د بېځايه شوو او راستنېدونکو حقوق غوښتنو په برخه کې د دواړو خواو فعاليتونه پلي کېږي.

ښاغلي کاکړ د هوکړه ليک پر لاسليک خوښي څرګنده کړه او د ډنمارک د کډوالو کمېټې څخه يې وغوښتل چې د کډوالو چارو وزارت سره د هرډول ننګونو پروړاندې همکاري وکړي چې د کډوالو او داخلي بېځايه شوو سره په مرستو کې خنډ او ځنډ رامنځ ته کوي.کډوالو وزارت سره له نږدې کار وکړي او مخته لاړ شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۵
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له عدالت غوښتنې او ځواکمنتیا مدنې موسسې سره د ۱۴۵ زره او ۳۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک نن لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس ښاغلي بها‌ء علي النجومي سره وکتل.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدنکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس ښاغلي لم جوردن سره وکتل.

په دغې لیدنه کې. . .

بېرته خبرونه ته