د کډوالو عالي کمشنرۍ د اسیا او پاسفیک دفتر مشر د مهاجرینو چارو وزیر سره وکتل

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۸ - ۱۵:۲۸
_

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ د اسیا او پاسفیک سیمه ییز دفتر مشر ایندریکا راتوتي د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو له سرپرست وزیر سره د هغه په دفتر کې ناسته وکړه
په دغه ناسته کې په نورو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان او ایران کې د مهاجرینو او دننه په افغانستان کې د داخلي بې ځایه شوو په ستونزو او مشکلاتو خبرې وشوې
ښاغلي راتوتي په کارونو او دایمي حللارو کې د مهاجرینو چارو وزارت همغږي او همکاري موثره وبلله او په دې برخه کې د همکارۍ مننه یې وکړه، نوموړي په تېرو کړنو رڼا واچوله او زیاته یې کړه، نږدې وخت کې به پاکستان ته هم ولاړ شي او له پاکستاني چارواکو سره به د مهاجرینو د اسنادو تمدید او بې اسنادو مهاجرینو ته د اسنادو په ورکولو خبرې وکړي
ښاغلي حقاني نوموړي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: ناستې او خبرې باید نتیجه لرونکې او ګټه یې ولسونه په سترګو وویني، ښاغلي حقاني ټینګار وکړ، چې د ژمي له رارسېدو مخکې بشري مرستې اړمنو ته ورسول شي
نوموړي د موسساتو په بې طرفۍ او اصولو او قوانینو ته په ژمنتیا ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۴۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د کډوالۍ نړۍوالې ادارې د اړیکو له مسوول سره ناسته وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین محترم الحاج مولوي عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې د کډوالۍ نړۍوالې ادارې(IOM) د اړیکو له مسوول ښاغلي عبدالوارث القاسم سره ناسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۲۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مالي او اداري معین: وخت امانت دی او باید پر ارزښت یې پوه شوو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري معین ښاغلي شیخ کلیم الرحمن فاني نن د وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د وخت ارزښت په اړه چمتو شوي سمینار کې وویل: وخت امانت دی،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۳۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او همکارو بنسټونو د استازو تر منځ د همغږۍ ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د کډوالو په چارو کې د موسسو د انسجام رییس ښاغلي ملا محبوب الله مطهري او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د نړۍوالې ادارې د پراختیایي. . .

بېرته خبرونه ته