د کډوالو او راستنېدونکیو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په جلاجلا ناستو کې د لوګر د محمد اغې ولسوالۍ له یو شمېر ډلګۍ مشرانو او د بغلان ولایت له څو تنو قومي مخورو سره وکتل.

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۸:۱۳
ـ

په پیل کې د محمد اغې ولسوالۍ ډلګۍ مشرانو د اسلامي امارت په جوړښتونو کې خپلو مسوولیتونو ته په اشارې سره وویل، چې له ولسونو سره په اړیکه کې دي او د اسلامي نظام د قوت لپاره د خلکو په همکارۍ کار کوي.
دغو ډلګۍ مشرانو په لوګر کې د مېشتو مهاجرینو د ستونزو او وړاندېزونو په شریکولو سره، د کډوالو د دایمي استوګنې لپاره د ځمکو د ویش غوښتنه وکړه.
همدارنګه له بغلان څخه راغلو قومي مخورو په خپلو سیمو کې د اسلامي امارت لخوا د څښاک اوبو چمتو کولو او د کډوالو لپاره د ځانګړو شویو ښارګوټو اړوند خپل وړاندېزونه له محترم وزیر سره شریک کړل.
محترم مولوي عبدالکبیر راغلو مخورو او مشرانو ته د ښه راغلاست پر مهال د اسلامي امارت لخوا د کډوالو ستونزو ته د رسیدنې یادونه وکړه او ویې ویل، چې اسلامي نظام د مهاجرینو لپاره د اړینو اسانتیاوو په موخه عالي کمېسیون رامنځته کړی او اړوندو ادارو ته دندې سپارل شوي چې د کډوالو د لنډمهاله ستونزو تر څنګ ورته ښارګوټي جوړ او پراختیايي چارې یې مخکې بوځي.
نوموړي وویل، چې د ښارګوټو چارې په چټکۍ سره روانې دي او په نږدې راتلونکې کې به په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د مهاجرینو ښارګوټي پرانیستل شي.
محترم وزیر زیاته کړه، چې د مهاجرینو له عالي کمېسیون سره په همغږۍ به شویو وړاندېزونو ته رسیدنه وشي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۸
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس بغلان ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له مهاجرینو چارو ریاست څخه لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري د خپل کاري سفر په ترڅ کې د بغلان له مهاجرینو چارو ریاست څخه لیدنه وکړه.
په دغې لیدنه کې د یاد ریاست د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۲۸
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا له والي مولوي مهرالله حماد سره وکتل.

په دې ناسته کې چې له ښاغلي مولوي مهرالله حماد سره د پکتیا د کډوالو چارو رئیس مولوي عبدالولي منګل هم برخه لرله، په پیل کې ښاغلي والي په یاد ولایت کې د راستنو شویو د ژوند د وضعیت په اړه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۴۶
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس کندز ته د سفر په ترڅ کې له مهاجرینو چارو ریاست څخه لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري د کاري وضعیت، کړنو ترسره کولو لړۍ، کډوالو ته خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالي، دندو ترسره کولو تګلارې او. . .

بېرته خبرونه ته