د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا له والي مولوي مهرالله حماد سره وکتل

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۴:۵۴
-

ښاغلي مولوي مهرالله حماد، پکتیا ته د ورستنو شویو د وضعیت او ستونزو په اړه محترم مولوي عبدالکبیر ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، چې د ژمي تر رارسېدو وړاند، د مرکز ګردیز په ګډون، په څو ولسوالیو کې د راستنو شویو د ژوند د حالت ارزونه شوې او اړتیاوې یې په ګوته شوې دي.
ښاغلي والي په پکتیا کې د راستنو شویو د ستونزو د حل په موخه د وړانديزونو شریکولو پر مهال وویل، چې په دغه ولایت کې راستانه شوي هېوادوال خوراکي توکو، ژمنیو جامو، خېمو او نغدو پیسو ته اړتیا لري.
نوموړي همدارنګه په پکتیا ولایت کې د کډوالو چارو ته پر وخت رسېدنې په موخه هم وړانديز شریک کړ.
محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا والي ته ښه راغلاست وویل او د راستنو شویو او داخلي بېځایه شویو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې یې د هغه هڅې وستایلې.
محترم وزیر وویل، چې د ژمي تر رارسېدو وړاندې د کډوالو چارو وزارت لخوا ځینو بېوزلو راستنو شویو ته د مرستو لړۍ پیل شوې او په پاتې سیمو کې به هم پلې شي.
محترم مولوي عبدالکبیر یادونه وکړه، چې ژر تر ژره به پکتیا ته خېمې او کمپلې ولېږل شي او همدارنګه د خوراکي توکو او نغدي مرستو د چمتو کولو په موخه به له اړوندو ادارو سره همغږي وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۵:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس سره ولیدل.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس مولوي بصر صاحبزاده سره ولیدل.
په دغې لیدنه کې اړمنو. . .

بېرته خبرونه ته