د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د اقتصاد له وزیر ښاغلي قاري دین محمد حنیف سره وکتل

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۰:۴۲
_

په دې ناسته کې، چې په قطر کې د افغانستان سفیر ښاغلي سهیل شاهین هم حضور درلود، افغان راستنو شویو ته د مرستو رسولو او د مرستو جلب په اړه خبرې وشوې.
د اقتصاد وزیر ښاغلي قاري دین محمد حنیف وویل، چې د کډوالو په برخه کې د اسلامي امارت د عالي کمېسیون د مرستو د جلب کمېټې په روان کال کې له سوداګرو، بهرنیو او کورنیو موسسو، خیریه بنسټونو او اهل خیر خلکو سره څو ځلې راستنو شویو او داخلي بېځایه شویو ته د مرستو راټولولو په موخه د مهاجرینو چارو وزارت د استازو په ګډون ناستې کړې دي.
ښاغلي حنیف یادونه وکړه، چې د مرستو د جلب کمېټې له افغانستان څخه د باندې د مرستو راټولو په موخه کړنلاره چمتو کړې او تمه ده، چې مثبتې پایلې به ولري.
ښاغلي حنیف څرګنده کړه، چې روان کال سوداګرو، موسسو، خیریه بنسټونو او خلکو د راستنېدونکو د لاس نیوي په موخه، د نيږدې ۱۵ میلیونو امریکايي ډالرو او ۱۰ میلیونو افغانیو په ارزښت اړتیا وړ توکي، اجناس او نغدې پيسې مرسته کړې، چې له کډوالو چارو وزارت سره په همغږۍ اړمنو ته رسېدلې دي.
د ښاغلي وزیر پر وینا، چې په هېواد کې د وروستیو زلزلو له امله د زیانمنو شویو د لاس نیوي لپاره د ۱۳ میلیونو ډالرو او یو میلیون افغانیو په ارزښت توکي او اجناس له مرستنېدویه ادارو او خلکو څخه راټول او د اړمنو سیمو ته لېږل شوي دي.
محترم مولوي عبدالکبیر د اقتصاد وزیر او په قطر کې د اسلامي امارت سفیر ته ښه راغلاست وویل او د افغان راستنېدونکو او د داخلي بېځایه شویو د لاس نیوي په برخه کې یې د اسلامي امارت د هڅو ستاینه وکړه.
محترم وزیر زیاته کړه، چې امارتي ادارو له راستنېدونکو او اړمنو سره وړ مرستې کړې او تمه یې څرګنده کړه، چې په راتلونکې کې به د راستنو شویو پاتې ستونزې حل شي.
محترم مولوي عبدالکبیر د اقتصاد وزیر ښاغلي قاري دین محمد حنیف ته په اړوندو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او د اقتصاد د وزارت د هڅو ستاینه یې وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له کمک های انساني او بشر دوستانه برای اقدام پایدار در افغانستان موسسو سره د ۳۱۸ زره او  ۶۴۱ امریکایي ډالرو پر ارزښت دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

مولوي عبدالکبیر: د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت څخه دفاع کوو

نن د کوچني اختر لمونځ په سپیدار ماڼۍ د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزیر مولوي عبدالکبیر په حضور کې ترسره شو.
په دې مراسمو کې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د اسلامي امارت د بېلابېلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

د کابل مهاجرینو ریاست د نویو بې ځایه شویو ستونزو ته د رسیدنې په اړه د همغږۍ غونډه وکړه

کابل ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو رییس محترم مولوي دین محمد حقبین د کب میاشتې په ۲۵مه نېټه د نړیوالو مرستندویه بنسټونو له استازو سره غونډه  وکړه.
 په دې غونډه کې د پاکستان له. . .

بېرته خبرونه ته