د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر د پکتیا او خوست ولایتونو د منګلو قوم له قومي مشرانو سره ولیدل

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۴:۳۵
_

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا او خوست ولایتونو د منګلو قوم د اوو ولسوالیو له قومي مشرانو سره ولیدل.
په دې ناسته کې راغلیو قومي مشرانو د اسلامي نظام پر سرتاسري امنیت او د بنسټیزو پروژو په پلي کېدو خوښي وښوده او ویې ویل، چې ولسونه له اسلامي امارت او روانو چارو څخه ملاتړ کوي.
هغوی غوښتنه وکړه، چې د اسلامي امارت په لیکو کې دې د منګلو قوم له کادرونو څخه استفاده وشي او د دوی په سیمو کې دې د کډوالو او ځايي اوسېدونکو لپاره پراختیايي پروژې عملي شي. راغلیو مشرانو د جامع مسجد، سړکونو او کلینیکونو رغول خپلې بنسټیزې غوښتنې یادې کړې.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر، له راغلیو قومي مشرانو څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې د هغوی ستونزو ته به رسېدنه وشي.
هغه وویل، چې د اسلامي امارت موخه د اسلامي نظام حاکمیت، د شریعت تطبیق او د خلکو د ستونزو حلول دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۴۶
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس کندز ته د سفر په ترڅ کې له مهاجرینو چارو ریاست څخه لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري د کاري وضعیت، کړنو ترسره کولو لړۍ، کډوالو ته خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالي، دندو ترسره کولو تګلارې او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۱۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس کندز ولایت ته سفر وکړ او له سرحدي امریت یې لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري تېره ورځ د کاري وضعیت، خدمتونو وړاندې کولو، کډوالو پورې اړوندو فعالیتونو او د مرستندویو همکارو موسسو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۸:۳
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په کابل کې د سویس د پراختیايي او همکاریو د دفتر له مشر ښاغلی ایریک مارکلي او د افغانستان لپاره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له رئیس ښاغلی عرفات جمال سره وکتل.

د ناستې په پیل کې ښاغلي ایریک مارکلي په افغانستان کې د سویس د پراختیايي او همکاریو د دفتر د فعالیت له امله خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې د سویس حکومت له افغانانو سره له نږدې. . .

بېرته خبرونه ته