د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزېر محترم مولوي عبدالکبیر په بېلابېلو ناستو کې د پنجشیر او بغلان ولایتونو له یو شمېر علماي کرامو او قومي مخورو سره وکتل.

sadam_morr
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۲ - ۸:۵۵
_
د پیل په ناسته کې د پنجشیر مخورو او علمای کرامو له ولسونو سره د اسلامي امارت له لوري د همکاریو او د دوی د غږ اورېدو له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه چې په پنجشیر کې د اسلامي امارت له بریا وروسته ګڼ شمېر ولسي شخړې او دوښمنۍ له منځه تللې دي.
د دغو علمای کرامو او مخورو په وینا ، چې له اسلامي نظام سره مخالفت او نیوکې د پنجشیر د ولس د ارادې ښکارندويي نه کوي او په هېواد کې د جګړې پای ته رسیدل او اسلامي نظام د ولس لویه هيله وه.
راغو مخورو او علماو همدارنگه یو لړ ستونزې د حل په موخه له محترم وزېر سره شریکې کړل.
دغه راز د بغلان علماو په یاد ولایت کې د حکومت او ولس پر اړیکو خبرې وکړې او له اسلامي نظام سره یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
محترم مولوي عبدالکبیر د پنجشیر او بغلان علماي کرامو او قومي مخورو ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، چې په هېواد کې د اشغال له پای ته رسیدو وروسته جګړه او تاوتریخوالی د توجیه وړ نه دی او اسلامي نظام هڅه کوي څو افغانستان له نړۍ سره سیال کړي.
ښاغلي وزېر زیاته کړه، چې قومي مخورو او علما له حکومت سره د نظام په پیاوړتیا کې رغنده ونډه لوبولی شي او اسلامي امارت د هغوی هڅو ته د قدر په سترګو ګوري.
د ناستې په پای کې محترم مولوي عبدالکبیر یادونه وکړه، چې اسلامي امارت له ممکنو لارو ولس ته د خدمت او اسانتیاوو برابرولو هڅې کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۵:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت ته د دفتر او کارکوونکو چارو نوي رئیسـان معرفي شول

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر بنسټ، مولوي سعید احمد بنوري د مهاجرینو چارو وزارت د مقام د دفتر رئیس، او عرفان الله عباد د کارکوونکو چارو رئیس په توګه وټاکل. . .
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۵:۴۰
Background image

د کډوالو چارو وزارت مسلکي معین د فاریاب ولایت د پوهنتون له ريیس سره وکتل

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین الحاج مولوي عبدالرحمن راشد د فاریاب ولایت د فاریاب پوهنتون له رییس مولوي محمد محقق سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو. . .
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۵:۴۰
Background image

د کډوالو چارو وزارت کې ډبریښنا د انرژۍ د سپما او پوهاوي پروګرام ترسره شو

د اوبو او انرژۍ وزارت په همکارۍ، د کډوالو او بېرته ستنوونکو چارو وزارت د کنفرانسونو تالار کې د بریښنا د انرژۍ د سپما په اړه د پوهاوې یو ورځننې کانفرانس ترسره شو.
د پروګرام په پیل کې د. . .

بېرته خبرونه ته