د کډوالو او راستنیدونکو سرپرست وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) له رییس سره وکتل
د کډوالو چارو سرپرست وزیرالحاج خلیل الرحمن حقاني نن چهارشنبه د وږی په۳۱ مه په خپل دفتر کې د اوچا موسسې له مشر او ورسره ملګري پلاوي سره وکتل.
ښاغلي حقاني د کډوالو په چارو کې د اوچا ادارې د همکارۍ ستاینه او پر اړیکو او لا همغږۍ ټینګار وکړ.
هغه په ټول هیواد کې د زرګونو بې ځایه شویو کورنیو په یادولو سره وویل چې اړینې مرستې باید مستحق خلکو او بنسټونو ته ژر تر ژره د ژمي د یخنۍ له پیل څخه وړاندې چمتو شي.
ښاغلي حقاني ټینګار وکړ چې دغه وزارت باید د مرستندویه بنسټونو د مرستو او پلانونو له جزییاتو څخه خبر شي او باید مخکې له دې وزارت سره تماس او همغږي ولري.
د اوچا موسسي مشر ژمنه وکړه چې د نړیوالو مرستندویه سازمانونو او بنسټونو سره به اړینه همغږي رامینځته کړي.
نوموړي زیاته کړه چې د دې لپاره اړینه ده چې د وزارت لخوا موږ ته یو ټیم وپیژندل شي او معرفي شي ، ترڅو اړین پروګرامونه په کابل او ولایتي مرکزونو کې د دوی سره په تماس او همغږۍ ترسره شي.
د کډوالو چارو وزارت سرپرست هغه ته د پورته ذکر شویو او په ولایتونو کې د عادي فعالیت د پیل او له هغوی سره د لازمې همغږۍ په اړه ډاډ ورکړ.