د کابل ولایت د مهاجرینو چارو ریاست نوی رییس معرفي شو

sadam_morr
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۱ - ۱۳:۴۵
-

د  مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په وړاندیز او د ریاست الوزراء د فرمان په حکم سره عبدالرحمن حبیب زی د کابل ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست د نوي رییس په توګه د وزارت د دفتر مقام رییس مولوي محمد جان خدرخېل له خوا د یادې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو.

 د مرستو د همغږۍ رییس شیخ عبدالرحمن رحماني له مهاجرینو سره د مرستې او خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د دغې ادارې د پخواني رییس د کړنو ستاینه وکړه او د دغې ادارې نوي رییس ته یې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.

د يادې ادارې پخواني رییس قاري احمدالله هاشمي د ښاغلي حبيب زي پر ټاکل کېدو خوښي وښوده او ډاډ يې ورکړ، چې د خپلې تجربې له مخې له ده سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

 د کابل ولایت د مهاجرینو چارو ریاست نوي رییس عبدالرحمن حبیب زي د ښاغلي هاشمي د پخوانیو خدمتونو ستاینه وکړه او ویې ویل: زه چمتو یم چې د رییس په توګه نه، بلکې د یوه خدمتګار په توګه خپل هېواد ته خدمت وکړم، ځکه چې مشرتابه پرما باور کړی دی، زه ژمنه کوم چې دا باور به ساتم او په خپل کار کې به صادق اوسم او خپلې ټولنې ته به خدمت کوم.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۱:۸
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر له ساحوي مشر سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین محترم الحاج مولوي عبدالرحمن راشد د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ( OCHA ) له ساحوي مشر ښاغلی ګلیټ راجر سره وکتل.
په دې لیدنه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۲
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له رییس عرفات جمال سره وکتل

 

په دغې ناسته کې، چې په روان زیږدیز کال کې راستنېدونکو ته د اړینو مرستو د رسولو او په اداري چارو کې د اسانتیاوو په اړه خبرې وشوې، عرفات جمال د کډوالو چارو وزارت همکارۍ وستایلې او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په کابل کې له لسګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د هغو ژمنیو مرستو پر دوام، چې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر لخوا د اهل خیر کسانو په همکارۍ پیل شوې وې، د کابل په خاک جبار ولسوالۍ کې له پاکستان څخه ۸۴ راستنو. . .

بېرته خبرونه ته