د چین له لوري د بشري مرستو دویمه جوپه د کډوالو چارو وزارت ته وسپارل شوه.
د مرستو دغه جوپه، چې ۱۵۶ فابریکه یي کورونه پکې شامل دي، د چین لخوا د ۱۰۰ میلیونه چینایي ینو مرستې دویمه برخه ده، چې اوله یې پخوا یاد وزارت ته سپارل شوې وه.
د دغو مرستو د تسلیمولو پر مهال د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد د چین له دولت او خلکو مننه وکړه او دا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ او بشري اړیکو د پیاوړتیا نښه وبلله
ښاغلي راشد د راستنو شویو او بې ځایه شویو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه
په کابل کې د چین سفارت مرستیال بائو خوهوی په خپلو خبرو کې د چین او افغانستان اړیکې تاریخي وبللې او ژمنتیا یې څرګنده کړه، چې مونږ به په هره ستونزه کې د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړو
نوموړي وویل: دا مرستې د بېځایه شویو او راستنېدونکو لپاره د سرپناه او نورو اړینو امکاناتو د برابرولو په موخه چمتو شوې دي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ یوه ښه بېلګه ده.
