د څه باندې ۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د افغانستان لپاره د اوبو د مرستې موسسې ترمنځ په مهاجرینو چارو وزارت کې د ۱۳ میلیونه ۸۷۷ زره ۴۱۳ افغانیو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.
د دې هوکړه له مخې پورتنۍ پيسې به په لوګر ولايت کې د روغتيايي مشورې او د مرستو د وېش په برخه کې ولګول شي، چې ٥٢٠ کورنۍ به ترې ګټه واخلي.
دغه هوکړه ليک د مهاجرینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رییس او اوس د وزارت مسلکي مرستيال مولوي محمد جان خدرخېل او د دغې موسسې د استازي له لوري لاسليک شو.