د پکتیکا ولایت د مهاجرینو ریاست د کارونو ارزونه وشوه

sadam_morr
دوشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۰ - ۸:۵۱
ـــــــــــــ
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي پکتیکا ولایت زیړوک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال د پکتیکا ولایت د مهاجرینو چارو له ریاست څخه لیدنه وکړه
د ریاست کارکونکو د داخلي بې ځایه شویو او په دغه ولایت کې زلزله ځپلو او سیلاب ځپلو ته د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې خپل کاري راپور وړاندې کړ او د مرستیال صیب له لورې لازمې سپارښتنې ورته وشوې.
دغه راز د ورځې په پای کې ښاغلي خروټي د افغاني سرې میاشتې له عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق او د پکتیکا ولایت والي مولوي عبدالله مختار سره هم ناسته وکړه، چې په دغه ناسته کې د پکتیکا ولایت زلزله ځپلو او سیلاب ځپلو سیمو ته د مرستو رسولو په میکانیزم، د ورانو شوو لارو په بیا رغونه او ځینو نورو مهمو موضوعاتو خبرې وشوې

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۱۱ - ۱۴:۱۲
Background image

د مهاجرينو چارو وزارت کې د ساري ناروغيو د عامه پوهاوي برنامه ترسره شوه

د کانګو او ليوني سپي د ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي برنامه د عامې روغتيا وزارت په همغږۍ د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د بشري سرچينو رياست په همکارۍ د دغه وزارت يو شمېر کار کوونکو. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۹ - ۱۴:۲۰
Background image

د مهاجرينو چارو وزارت او نوې شلتر مؤسسې ترمنځ د همکاريو هوکړه ليکونه  لاسليک شول

 د مهاجرينو چارو وزارت او نوې شلتر مؤسسې تر منځ د ۱۶۹ زره او ۶۰۱ ډالرو په ارزښت د همکاريو درې هوکړه ليکونه لاسليک شول.
د لاسليک شویو هوکړه لیکونو له مخې ياده مؤسسه به په  قندهار ولايت. . .

شنبه ۱۴۰۲/۷/۸ - ۱۵:۲۳
Background image

د مهاجرينو په چارو کې د اړوندو ادارو  د مسؤولينو ناسته د مهاجرينو  وزارت کې ترسره  شوه

د مهاجرينو په چارو کې د اړوندو ادارو د مرستيالانو ګډه ناسته د مهاجرينو چارو وزارت  د مسلکي مرستيال په دفتر کې ترسره  شوه.

په دې ناسته کې چې د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستيال مولوي. . .

بېرته خبرونه ته