د پکتیا مرکز ګردیز کې د دوه کورنیو ترمنځ ۹۰ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه

Munibullah_Mansoor
یکشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۳ - ۱۰:۱۰
-

د پکتیا ولایت مرکز ګردیز، زاهو قریه کې د ملایانو او بادوخیلو دوه کورنیو ترمنځ، چې له تېرو څه باندې ۹۰ کلونو څخه یې د ځمکې پرسر شخړه وه او مړي هم پکې شوي وو، د قومي سپین ږیرو په منځګړیتوب پای ته ورسېده
په همدغه مناسبت جوړې شوې غونډې ته د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمان حقا ني وویل: دښمنان زمونږ بې اتفاقۍ ته لمن وهي خو، زموږ قومونو ته الله استعداد ورکړی، چې هرڅه لوی لوی مسایل په جرګو او مرکو حل کړي
نوموړي د قومي مشرانو دغه ګام د ستاینې وړ وباله او غوښتنه یې وکړه، چې ددې ترڅنګ د ولور په نوم پیسې اخستل، ښځې په بدو کې ورکول او داسې نور ناوړه دودونه باید د قران او اسلامي شریعت له مخې له منځه یوسي
ښاغلي حقان ي له قومونو وغوښتل، چې د نورو د تبلیغاتو تر اثر لاندې رانشي او خپل ځوانان بچي پرې نږدي، چې په ناقانونه ډول نورو هیوادونو ته ولاړ شي
نوموړي زیاته کړه، ځیني مافیا کړۍ خارج ته په تشویقولو سره غواړي د افغانانو سرمایه هم لوټ کړي او ځوانان هم د مرګ خولې ته ټیل وهي

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۳۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامو له استازو سره ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) او د ملګرو ملتونو پراختیایي برنامو(UNDP). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو ښوونیز مرکز موسسې سره د ۵۳۷ زره او ۸۵۵ امریکایي ډالرو پر ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار کې د زیانمنو شویو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ا.ا.ا د چارو ادارې عمومي ریاست د استازو، د یاد وزارت د رییسانو او ځینو امرینو په شتون کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه.
په پیل کې د یاد وزارت مالي. . .

بېرته خبرونه ته