د پناه غوښتونکو مرستيال په اسلام اباد کې د افغانستان د نوي سفير سره وليدل

anwari_morr
چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۷ - ۸:۴۷
__________________

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيال وفي الله کاکړ د لړم په ۵ مه په اسلام اباد کې د افغانستان د نوي سفير نجيب الله علي خېل سره وليدل.

په دغه ناسته کې چې د کدوالوچارو وزارت کې ترسره شوه، په پاکستان هېواد کې د افغان کډوالوپر ستونزو، ننګونو او فرصتونو خبرې اترې وشوې.

د پناه غوښتونکو مرستيال علي خېل ته د نوې دندې مبارکي وويله او له هغه څخه يې غوښتنه وکړه، چې دافغان کډوالو وضعيت ته د رسېدو په برخه کې  دې وزارت  سره په همغږۍ کار وکړي او د دواړو هېوادونو تر منځ په سياسي اړيکو کې د افغان کډوالو بشري وضعيت په پام کې ونيسي.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې دوه نيم ميليونه افغان کډوالو اوسېږي چې له يوميليون او۴۰۰ څخه زيات افغان کډوال يې د پناه غوښتنې کارتونه لري.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته