د پناه غوښتونکو مرستيالې په کابل کې د اروپايي ټولنې له سفير سره وليدل

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۸/۲/۲ - ۱۵:۰
د پناه غوښتونکو مرستيالې په کابل کې د اروپايي ټولنې له سفير سره وليدل

د کډوالو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيالې ډاکټر عالمې د تېرې يکشنبې په ورځ د غويي په ۱ نېټه په کابل کې د ارو پايي ټولنې له سفير ښاغلي پيري مايودان سره په ليدنه کې له افغان کډوالو سره د اروپايي ټولنې له مرستو مننه وکړه.

ښاغلي مايودان وويل اروپايي ټولنه د اوسني نظام، دملي وحدت حکومت له دوام او د تلې په ۶ مه له ټاکنو ملاتړ کوي او هيله لري ، چې يادې ټاکنې پر ټاکلي وخت ترسره شي.

وروسته د ګډې اعلاميې د کمېټې د شپږمې ناستې په تړاو چې د می مياشتې په ۸مه په کابل کې ترسره کېږي هم خبر ې اترې وشوې.

د اروپايي ټولنې سفير د ورستې اجنډا د طرحې په اړه وويل، چې د اجنډا طرحه کې له بروکسيل سره شريکه کړې او د اروپايي ټولنې د نظر ترلاسه کولو وروسته به د کډوالو چارو له وزارت ته ولېږل شي.

همدا راز په دغه ليدنه کې د افغانستان او اروپايي ټولنې د ځانهګړې کمېټې، د ناستې اجنډا پر سره چې د د بشر حقونو، ښې خکومتولۍ او کډوالو په تړاو د ۲۰۱۹ کال د می په ۹مه ترسره کېږي خبرې وشوې.

د پناه غوښتونکو مرستيالې وړانديز وکړ چې د کډوالو موضوع دې د اجنډا له وروستيو څخه منځ ته راوړل شي، چې د اروپايي ټولنې سفير يې وړانديز ومانه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته