د پناه غوښتونکو مرستيال« د راستنېدونکو تګلاره بايد واقعي وي»

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۳۱ - ۱۹:۵۴
ــــــــــــــــ

په هغه ناسه کې چې د وري په ۲۹مه دملي امنيت شورا، بهرنيو چارو وزارت او د احصايې او معلوماتو ملي ادارې استازو په ګډون په کډوالو چارو وزارت کې جوړه شوې وه، له پاکستان څخه د راستنېدونکو د پلان په هکله د نظر د تبادلې سربېره د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيال وفي الله کاکړ د راستنېدونکو لپاره د يوې رښتني ستراتېژۍ پر جوړولو ټينګار وکړاو افغانستان ته د راستنېدونکو د راستنېدنې اړخونه يې په ګوته کړل.

همدارنګه هغه د راستنېدونکو د پېژندنې په پروسه کې ننګونې هم دافغان حکومت په وړاندې يوه له لويو ستونزو څه ياده کړه ويې ويل: چې د راستنېدونکو د پېژندلو مسله بايد د پلان په زړه کې وي.

ښاغلي کاکړ همدارنګه ټينګار وکړ چې سکتوري وزارتونه بايد دهغو کډوالو او راستنېدونکو دقيقه امنيتي اوضاع او اقتصادي او ټولنيزوضعيت په اړه بشپړ او دقيق معلومات چمتو کړي چې د راستنېدو نيت لري او په دې اړه د غلطو معلوماتو مخه ونيسي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د بشري مرستو په برخه کې د شاوخوا ۴ میلیونو افغانیو پر ارزښت ۴ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت نن د بشري مرستو مشارکت د همغږۍ، هېواد ټولنیز او حرفوي، ټيري ډيس هوم او ولت هنګري هلفي موسسو سره د ۳ میلیونه ۹۵۱ زره او ۷۱۹ امریکايي ډالرو او ۴. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازي سره تعارفي لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازي نیکولا بیلومو سره تعارفي لیدنه وکړه.

په دغې لیدنه کې راستنو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۵۳
Background image

په ننګرهار کې د راستنېدونکو د پرمختللي ډیټابیس د لنډمهاله مېشتېدنې برخه فعاله شوه

تېره ورځ د ننګرهار تورخم فرضي کرښې په عمري کمپ کې د راستنېدونکو په پرمختللي ډیټابیس کې د لنډمهاله مېشتېدنې برخه د مهاجرینو چارو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ، د کډوالو تحقیق او معلوماتو. . .

بېرته خبرونه ته