د پاکستان په تحصيلي برسونوکې په سلوکې ۲۰ سلنه افغان کډوالو ته ورکول کېږي

sadam_morr
یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۳۰ - ۱۴:۳
78

دغه  ناسته چې د تېرې شنبه په ورځ د وږي په ۲۹مه په کډوالو چارو وزارت کې د بهرنيو چارو وزارت، لوړو زده کړو وزارت اود  ازموينو دملي ادارې استازو په شتون کې جوړه شوې وه  په پاکستان کې د مېشت افغان کډوالو لپاره د ۲۰ سنله برسونو په ځانګړي کولو خبرې وکړې.

دغه ناسته د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د مالي او اداري مرستيال احمد ولي حکمي په مشرۍ جوړه شوې وه.

مالي او اداري مرستيال په لومړي سر کې د افغان کډوالو لپاره د برسونو وېش اسانه کولو باندې ټينګار وکړ او زياته يې کړه،چې د برسونو د نوماند لپاره دمعيارونو اووم پرړوا بند ته اړتيا شته، چې پکې راغلي د کډوالۍ کارت (POR) او د اوسېدو (ACC) کارتونه قيد شوي دي. بدلون رامنځ ته شو. هغه زياته کړه، که چېرې ددې ډول کارتونو يادونه وشي، دکډوالو حق چې دکوم دليل لپاره کارت ترلاسه نکړي او نوم ليکنه ونه کړي هغوی ته هم بادي داحق ورکړل شي چې کارت نه لري ځکه چې دوی هم د زده کړو حق لري.

ددې مکيانېم له مخې به د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت  په پاکستان کې د مېشت افغان کډوالو،چې دبرسونو غوښتونکي دي لېست ترتيب کړي او په دې برخه کې به د لوړو زده کړو وزارت همکاري وکړي.

دغه ميکانيزم دهغه وروسته رامنځ ته شوو چې ولسمشر تېر کال پاکستان ته سفر کړی و او هلته يې د ګډوالو د پنډغالي څخه ليدنه کړې وه او هغوی سره  د برسونو ژمنه کړې وه.دولسمشر د ژمنې د تعقيب لپاره د برسونو د وېش عالي کمېسېون پرېکړه کړې چې د پاکستان له لورې د ورکړل شوو برسونو څخه به ۲۰ سلنه په دغه هېواد کې مېشت افغان کډوالو ته ورکول کېږي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته