د پاکستان د کراچۍ ښار له زندانه شاوخوا (۳۰۰) تنه افغان مهاجر خوشې او هېواد ته راستانه شول
(۲۷۸) افغان مهاجر چې د پاکستان د کراچۍ ښار په زندان کې و د بهرنیو چارو وزارت او په اسلام آباد کې د مهاجرینو چارو وزارت د اتشې په هڅو له قيده ازاد او هېواد ته راستانه شول.
د کراچۍ ښار د پولیسو له لورې د افغان مهاجرو د نيولو په تعقيب د هېواد د بهرنيو چارو وزارت، د افغانستان سفارت او مهاجرينو چارو وزارت، په اسلام آباد کې د مهاجرينو چارو اتشې ته دنده ورکړل شوې وه، چې د نيولو شوو افغانانو د خوشې کولو او لېږد په برخه کې جدي اقدام ترسره کړي، چې په پايله کې (۲۷۸) تنه افغانان، چې پکې ميرمنې، سړي، مشران او ماشومان شامل ول خوشې شول.
د خوشې شوو افغانانو د معلوماتو له مخې په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت د نظر لاندې د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) له لورې هېواد ته انتقال او د همکارو مرستندويه بنسټونو له لورې ( ۳۳) کورنیو هرې کورنۍ ته ( ۳۰) زره افغانۍ نغدې، خوراکي توکي، د کور وسايل او (۱۵۷) تنو مجردينوهر یو ته (۳) زره افغانۍ نغدې ووېشل شوې.
په پام کې ده، چې د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت يادو کورنيوته د اړتياوو په نظر کې نيولو وروسته مرستې ترسره کړي.
د يوبل خبر له مخې تېره شپه (۳۰۰) افغان مهاجر د سند د حيدرآباد له زندان څخه خوشې او د افغانستان سفارت اوپه اسلام آباد کې د مهاجرینو چارو وزارت د اتشې د کار کوونکو ترڅارنې لاندې ورته بسونه ونيول شول او د سپين بولدک له لارې هېواد ته راستانه شول.