د ولایتي مسولینو لپاره د ظرفیت لوړونې درې ورځنی ورکشاپ جوړ شو

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۰ - ۱۴:۴۰
-
د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د مهاجرینو چارو وزارت د دویمو واحدونو رییسانو، آمرانو او اجرایوي مدیرانو ته د ظرفیت لوړونې درې ورځنی ورکشاپ د دغه وزارت د کنفرانسونو په تالار کې جوړ شو.
د دغه ورکشاپ د جوړیدو هدف د مهاجرینو، د مهاجرینو ښارګوټو، د دویمو واحدونو، د هوکړه لیکونو سمې پلي کېدا او د مرکزي او دویمو واحدونو ستونزو ته د رسېدنې برخه کې د مدیریتي، رهبرۍ، پلان جوړونې، راپور ورکونې، مالي، څېړنیزو او معلوماتو د پوهاوي لوړاوی دی.
لومړی د وزارت د کارکوونکو چارو رییس مولوي سید مطیع الله خلوتي د خپل ریاست کاري موخې بیان کړې او د موخو د لا ښه پلي کېدو لپاره یې د دغه ډول ورکشاپ جوړوړل یو ښه فرصت وباله او زیاته یې کړه: د ادارې د غوره دفتردارۍ او غوره حکومتولۍ لپاره اساسي شرط دا دی، چې مدیریت او رهبري ښه شي او علم او هنر ته لا زیاته پاملرنه وشي.
ورپسې د وزارت مالي او اداري مرستیال شیخ کلیم الرحمن فاني د اسلام د مبارک دین د احکامو او لارښوونو له نظره په نظام کې د چارواکو د کاري موخو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د نظام یو مسول باید درې ځانګړنې ولري: له الله جل جلاله څخه وېره، له نفسي خواهشاتو څخه ځان ساتل او ښه خدمتګار اوسېدل.
له الله سبحانه وتعالی څخه وېره تر ټولو غوره لامل دی چې انسان د الله تعالی له نافرمانۍ څخه لرې ساتي، د نظام د مسولانو لپاره تر ټولو غوره صفت دا دی چې له نفسي خواهشاتو ځان وساتي او د خپلې ټولنې رښتیاني خدمتګار واوسي.
ښاغلي فاني د ولایتي مسولینو د ورځنيو کارونو د پلي کولو او چمتو کولو په موخه د دغه ډول ورکشاپ جوړېدل مهم او اړین وګڼل او مظلومو مهاجرینو ته یې د رښتیني خدمت پر وړاندې کولو ټینګار وکړ.
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د نن ورځې د پروګرام په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: ویاړم چې له ملت، اسلامي امارت او اطاعت سره په همغږۍ کې د خپل مسولیت د ترسراوي، د احکامو او الهي اوامرو پلي کولو او د اصلاح او ښه خدمت په موخه په دې ورکشاپ کې یوځای یو.
له څو لسیزو وروسته موږ د اسلامي حکومت، یووالي او اتفاق شاهدان یو، چې الله تعالی موږ ته یو واحد نظام را ډالۍ کړی دی، چې په ټوله کې اسلامي احکام پلي شوي دي.
د هېواد دښمنان غواړي چې په بېلابېلو لارو او په رنګارنګو دسیسیو حاکم نظام او یووالی بدنامی کړي.
ښاغلي حقاني ګډونوالو ته خطاب کې زیاته کړه: د افغانستان خلک په تاسو باور لرئ او د الله تعالی او اسلامي امارت پر حکمونو عمل وکړئ. پر خلکو رحم او کرم ډېر کړئ او خلکو ته خپل رښتیني خدمتونه ترسره کړئ.
نوموړي همدا راز له مسولینو وغوښتل، چې د ژمي د موسم له رارسېدو مخکې دې له همکارو بنسټونو سره په ښه همغږۍ له مهاجرینو سره بشري مرستې وکړي.
په ننني ورکشاپ کې د ملکي خدمتونو د انستیتوت استاد عبدالله فضل یار ګډونوالو ته د یو پریزنټیشن په ورکولو سره د رهبرۍ د ظرفیت لوړونې، پلان جوړونې او د مهمو عناصرو په اړه یې معلومات ورکړل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو ښوونیز مرکز موسسې سره د ۵۳۷ زره او ۸۵۵ امریکایي ډالرو پر ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار کې د زیانمنو شویو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ا.ا.ا د چارو ادارې عمومي ریاست د استازو، د یاد وزارت د رییسانو او ځینو امرینو په شتون کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه.
په پیل کې د یاد وزارت مالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۴:۳
Background image

په مهاجرینو وزارت کې د کډوالو لپاره د خدمتونو لاښه کولو او د همکاریو پیاوړتیا په موخه د مختلفو بنسټونو سره د ۵ میلیونه ډالرو په ارزښت ۵ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له جګړې د اغېزمنو ماشومانو، خدمات اجتماعي زنان، انکشافي و اجتماعي رازي، د بېړنیو بشري مرستو خیریه سازمان او په اسیا کې د نړۍ ټولنیزو خدمتونو موسسو. . .

بېرته خبرونه ته