د وزارت مسلکي مرستیال د کابل ولایت د مهاجرینو چارو ریاست څخه لیدنه وکړه
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن راشد پرون د غویي ۲۳مه د کابل ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو له ریاست څخه لیدنه وکړه.
مسلکي مرستیال د خپل سفر په ترڅ کې د دې ریاست له مسولینو سره د داخلي بې ځایه شویو د مېشتغالو او د کډوالو او راستنېدونکو د ستونزو په اړه خبرې وکړې.
په ناسته کې د بې ځایه شویو د مېشتغالو په ځانګړي ډول د هغو مېشتغالو چې د کابل ښار په څلورمه او اتمه ناحیه کې موقعیت لري او د ګڼو لاملونو له امله دکابل ښاروالۍ او نورو اړوندو ادارو هغوی ته د ایستلو خبر ورکړی په اړه د مسولینو له لوري تر معلوماتو وروسته پریکړه وشوه، چې ډېر ژر به د مهاجرینو چارو وزارت او د کابل ولایت د کډوالو چارو ریاست د مسلکي مرستیال په مشرۍ یو ګډ پلاوی د دغو کمپونو له استازو سره سلا مشوره وکړي او د هغوی ستونزې به واوري.
په پام کې ده چې ډېر ژر دغه مېشتغالي له نږدې وکتل شي او د وزارت د رهبرۍ له لارښوونې سره سم به د کورنیو د ستونزو د حل په موخه له اړوندو ادارو سره خبرې اترې وشي.