د وزارت د دوو اعلان شوو بستونو ليکنۍ ازموينه واخيستل شوه
د هرات ولايت د مهاجرينو چارو رياست اړوند د حقوقي آمريت ۳ بست او د بلخ ولايت د مهاجرينو چارو رياست د محاسبې ۴ بست چې مخکې اعلان شوی وو د مهاجرينو چارو وزارت د بشري سرچينو رياست له لورې يې ليکنۍ ازموينه واخيستل شوه.
د يادو بستونود ازموينې له پاره ۲۳ تنه حاضر شوي وو، چې په پام کې له دوی څخه هغه دوه تنه انتخاب شي، چې نمرې يې لوړې وي اود يادولايت دمهاجرينو چارو رياست ته ور وپېژندل شي.