د هبيتات لوی رييس د کډوالو او ښارجوړونې له وزيرانو سره خبرې اترې وکړې
د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې د دفتر رييسه مېرمن ميمونه چې افغانستان ته يې سفر کړی، په يوه ګډه ناسته کې يې د کډوالو چارو له وزير سيد حسين عالمي بلخي او د ښارجوړونې له وزير جواد پيکار سره وليدل.
په دغه ليدنه کې چې د تېرې شنبې په ورځ د چنګاښ په ۲۹مه په ښارجوړونې وزارت کې ترسره شوه، د دواړو لورو د بحث مهم موضوعات د شورا برنامې پلی کول او راستنېدونکو او بېځايه شوو ته د استوګنې د ښې زمېنې برابرول و.
د کډوالو چارو وزيرپه افغانستان کې د هبيتات ادارې له هڅو د مننې ترڅنګ د شورا برنامې د پلي کولو لړۍ د چټکوالي غوښتونکی شو.
د يادونې ده چې پلازمېنې زون د ادارې رييس، د سيمه ييزو ارګانونو د ښارواليو مرستيال،د ښاروجوړونې وزارت د استوګنې مرستيال او د دولتي ادارو يو شمېر مسولينو هم ګډون درلود.