د مهاجرینو چارو وزیر: په هېواد کې د جګړې او مبارزې دوام د اسلامي نظام د ظهور او د ځمکنۍ بشتپړتيا د دفاع لپاره وو
دغه څرګندونې الحاج خليل الرحمن حقان ی د پنجشېر ولايت له والي مولوي محسن هاشمي او د دولتي ادارو، د موسسو داستازو او مخورو سره په لیدنه کې وکړې.
هغه ګډونوالو ته د اسلامي امارت د بري او په هېواد کې د اسلامي نظام د ټينګښت له امله مبارکي وويله او له خلکو او مسوولينو يې وغوښتل چې د ورورولۍ، دوستۍ، اخلاص او اعتماد په روحيې سره ګډ ژوند ته دوام ورکړي.
نوموړي زیاته کړه، دښمني، جګړه او مبارزه د اسلامي نظام د ټینګښت، د امنیت د تامین، د ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع او د اشغال د خاتمې لپاره وه او د اسلامي نظام په راتګ سره د دښمنۍ هیڅ دلیل نه دی پاتې.
د مهاجرینو چارو وزیر د یادو بنسټونو له همکاریو مننه وکړه او له هغوی څخه یې د ټول هېواد او په ځانګړې توګه د پنجشیر له اوسیدونکو سره د لا زیاتو مرستو غوښتنه وکړه، ټینګار یې وکړ چې د سروې او د وېش چارې باید د مهاجرینو چارو او سکتوري وزارتونو سره په تفاهم او همغږي ترسره شي.
هېڅ موسسه حق نلري چې پخپل سر سروې او توزیع وکړي. د مهاجرينو چارو وزير د پنجشېر ولايت د مهاجرينو چارو له آمريت څخه هم ليدنه وکړه او ددغه آمریت دکارونو دڅېړنې په ترڅ کې يې دفساد دمخنيوي او د راستنېدونکو او بېځايه شوو د ستونزو دحل په موخه د دغه آمريت کار کوونو ته لازمې لارښوونې وکړې