د مهاجرینو چارو وزیر د ملګرو ملتونو پلاوي سره وکتل

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۹ - ۵:۲۴
-------

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمان حقاني د آغلې آمنه محمد په مشرۍ د ملګرو ملتونو له پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل

په دغه ناسته کې د میرمنو د کار او تعلیم ترڅنګ د بشري مرستو په څرنګوالي خبرې وشوې

اغلې محمد وویل: ملګري ملتونه په افغانستان کې ددې لپاره پاتې دي، چې د افغانستان سره همکار ووسي، په دې وروستیو کې چې د افغان میرمنو د کار او تعلیم پروړاندې کوم حکمونه صادر شوي دي د افغان ولس لپاره ناوړه پایلې لري ځکه د تعلیم او تربیې نشتون ټولنه شاته پاتې کوي

نوموړې ټینګار وکړ، چې د خبرو اترو لپاره باید یو چینل وي، ترڅو وخت په وخت دغه ډول مسایل پکې وڅېړل شي او یوه ښه نتیجه ترلاسه شي

نوموړې د ا.ا. څخه مننه وکړه، چې په ځینو مواردو لکه د روغتیا په برخه کې یې د میرمنو لپاره استثناءات رامنځته کړي دي او غوښتنه یې وکړه، چې په خارج کې زیاتې مېرمنې غواړي د ا.ا. ملاتړ وکړي خو په دې تړاو د هغوی او د ملګرو ملتونو اندیښنې باید لرې شي

د مهاجرینو چارو وزیر وویل افغانستان یوه سنتي ټولنه ده دلته باید حقایق درک شي او دغه ټولنې ته د غرب له چشمو ونه کتل شي

نوموړي وویل د یو څو ښځو د بې روزګاره کېدو له امله د افغانستان ټولې مېرمنې له مرستو بې برخې کول بلا توجیه عمل دی، ا. ا. د زدکړو مخالف نه دی او مونږ هڅه کوو، چې د میرمنو د کار او زدکړو لپاره داسې یوه حللاره جوړه کړو، چې د اسلامي شریعت سره په ټکر کې نه وي

د مهاجرینو چارو حقوقي سلاکار مفتي محمود ذاکري زیاته کړه د نظام په تبدیلۍ کې د اشخاصو تبدیلي مهمه نه وي بلکې د قوانینو تبدیلي مهمه وي، ملګري ملتونه، چې هغه نظامونو ته درناوی لري، چې په رایو سره راغلي وي باید هغه نظام ته تردې زیات درناوی ولري، چې د سرونو په بدل کې راغلی دی

نوموړي وویل، د تعلیم او زدکړو هیڅوک مخالف نه دي، بلکې د میکانیزم خبره ده، چې باید داسې یو چوکاټ رامنځته شي، چې د اسلامي شریعت او افغاني کلتور سره په ټکر کې نه وي، ملګري ملتونه دې زمونږ دیني اړتیاوې په نظر کې ونیسي

ښاغلي ذاکري زیاته کړه، تراوسه په افغانستان کې کرکو او فشارونو ښه پایله نه ده لرلې نو نور باید دغه تجربې تکرار نشي

په پای کې آغلې امنه محمد دغه مجلس ډېر ګټور وباله او هیله یې وښوده، چې له دې وروسته به بیا هم افغانستان ته راځي

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۳۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامو له استازو سره ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) او د ملګرو ملتونو پراختیایي برنامو(UNDP). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو ښوونیز مرکز موسسې سره د ۵۳۷ زره او ۸۵۵ امریکایي ډالرو پر ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار کې د زیانمنو شویو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ا.ا.ا د چارو ادارې عمومي ریاست د استازو، د یاد وزارت د رییسانو او ځینو امرینو په شتون کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه.
په پیل کې د یاد وزارت مالي. . .

بېرته خبرونه ته