د مهاجرینو چارو وزیر د ملګرو ملتونو د بشري ټولنې له مرستیال او یو شمېر موسساتو له استازو سره وکتل

anwari_morr
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۸ - ۲۱:۲۳
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمان حقا.ني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري ټولنې له مرستیال ښاغلي فران، د (OCHA) ادارې مرستیال محمد زید خاطر، د (UNHCR) ادارې مرستیالې آغلې یومیکو او د (IOM) او (ACBAR) موسسو له استازو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل

په دغه ناسته کې د بشري مرستو په څرنګوالي، رامنځته شوو ستونزو او د هغې په حللارو خبرې وشوې

ښاغلي فران وویل: مونږ د افغانستان قوانینو، دین، کلتور او عنعناتو ته درناوی لرو، مونږ ژمن یو چې خپلو مرستو ته ادامه ورکړو، خو په دې وروستیو کې په ښځینه کارکوونکو کار بندیز مونږ له یو لړ ستونزو سره مخ کړي یو او مونږ غواړو، چې دغه ستونزو ته د قانون سره سم یوه حللاره ومومو، ترڅو مرستې له خنډ او ځنډ سره مخ نشي، نوموړي زیاته کړه، مونږ تیار یو، چې له ښځینه کارمندانو سره محرم، حجاب او د کار ځایونو جلاوالی لازمي کړو

د مهاجرینو چارو وزیر وویل: هرهېواد خپل نظام او قانون لري او د هرهېواد تبعه چې بل هېواد ته ځي، وار له مخه ژمنه کوي، چې زه به ددغه هېواد قوانین پرځان منم، ځکه نو ټول موسسات مکلف دي، چې د افغانستان قانون پرځان تطبیق کړي

نوموړي زیاته کړه، زمونږ او ستاسو مسؤولیت دی، چې مرستې به په شفاف ډول اړمنو ته رسوو، او زه ډاډ درکوم، چې په په دغه پروسه کې به مونږ درسره پوره همکار یو، خو دغه مرستې که ریښتیا بشري وي، نو باید تر سیاسي حالاتو پورې ونه تړل شي

ښاغلي حقا.ني وویل، ا. ا. به د شریعت په چوکاټ کې ژر داسې تګلاره جوړه کړي، چې دغه ټول مشکلات به ورسره حل شي

د مهاجرینو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد ارسلاح خروټي وویل؛ په تېرو ۴۰ کلونو کې د روسانو او امریکایانو د یرغلونو له امله ترټولو زیاتې مېرمنې اغیزمنې شوي او ا. ا. ترهرچا زیات د میرمنو ستونزو ته متوجه دی، خو لکه څنګه چې فکر کېده بشري مرستې اوس هم تر سیاسي اغېز لاندې دي او اوس د ځینو موسساتو د کار بندیز دا خبره لا جوته کړه

نومړي زیاته کړه، چې ترټولو اول د مهاجرینو چارو وزارت و، چې ښځو ته یې په شرعي بڼه په موسساتو کې د کار اجازه ورکړه، خو ځینې تخطۍ او شرعي اصولو ته نه پاملرنه ددې لامل شوه، چې بندیز پرې ولګېږي

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۳۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامو له استازو سره ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) او د ملګرو ملتونو پراختیایي برنامو(UNDP). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو ښوونیز مرکز موسسې سره د ۵۳۷ زره او ۸۵۵ امریکایي ډالرو پر ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار کې د زیانمنو شویو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ا.ا.ا د چارو ادارې عمومي ریاست د استازو، د یاد وزارت د رییسانو او ځینو امرینو په شتون کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه.
په پیل کې د یاد وزارت مالي. . .

بېرته خبرونه ته