د مهاجرینو چارو وزیر د تورخم له فرضي کرښې او عمري میشت غالي څخه لیدنه وکړه

د مهاجرینو چارو سرپرست وزیر الحاج خليل الرحمن حقاني ننګرهار ولایت ته د سفر پرمهال، چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر مولوي نور الله نوري یې هم ملتیا کوله، د تورخم له فرضي کرښې او عمري میشت غالي څخه لیدنه وکړه
ښاغلي حقاني په یاد ښارګوټي کې د مهاجرینو چارو د آمریت د کارونو ارزونه وکړه او عمري میشت غالي کې یې راستنېدونکو مهاجرینو لپاره، د تثبیت، لنډمهالې میشتېدنې، صحت، خدماتو، کارموندنې او نورو کاري کمېټو له کارونو څخه لیدنه وکړه او اړونده مسؤلینو ته یې لازمې سپارښتنې وکړې