د مهاجرینو چارو وزیر د ترکیې له سفیر سره ولیدل

anwari_morr
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۷ - ۱۴:۵
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمان حقاني په افغانستان کې د ترکیې له سفیر ښاغلی جهاد ارګینای سره په دغه هېواد کې د ورستیو زلزلو د تعزیت په موخه په خپل کاري دفتر کې وکتل

د قران پاک له تلاوت وروسته ښاغلي حقاني د زلزلې له امله شهیدانو ته د جنت الفردوس او زخمیانو ته د عاجلې شفا غوښتنه وکړه او خپله همدردي یې له ترکیې هیواد سره شریکه کړه

همدا راز په دغه ناسته کې په ترکیه کې د میشتو افغانانو په ستونزو هم خبرې وشوې او افغانانو ته د اسانتیاو رامنځته کولو غوښتنه وشوه

ښاغلي حقاني وویل: د مهاجرینو موضوع باید له سیاسته جلا وبولو او افغانانو ته د ویزې او قانوني تګ راتګ اسانتیا رامنځته شي ترڅو د غیر قانوني تګ مخنیوی وشي

د ترکیې سفیر د افغانستان او ترکیې اړیکې غوره وبللې او خوښي یې پرې څرګنده کړه، نوموړي وویل، مونږ په ځینو برخو کې افغانانو ته ویزې اسانه کړي دي او هڅه کوو نورې یې هم اسانه کړو، نوموړي زیاته کړه، چې په زلزله کې کوم افغانان شهیدان شوي مونږ پوښتنه ترې کړې، چې که دوی غواړي خپل شهیدان افغانستان ته انتقال کړي مونږ زمینه ورته برابروو، خو په خبره یې تر اوسه چا ددې غوښتنه نه ده کړې

نوموړي ډاډ څرګند کړ، چې افغانانو زیانمنو او زخمیانو ته هم د ترکانو په څېر بلا توپیره خدمات وړاندې کېږي

https://twitter.com/MoRRAfg/status/1629782101661810689?s=20

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازي سره تعارفي لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازي نیکولا بیلومو سره تعارفي لیدنه وکړه.

په دغې لیدنه کې راستنو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۵۳
Background image

په ننګرهار کې د راستنېدونکو د پرمختللي ډیټابیس د لنډمهاله مېشتېدنې برخه فعاله شوه

تېره ورځ د ننګرهار تورخم فرضي کرښې په عمري کمپ کې د راستنېدونکو په پرمختللي ډیټابیس کې د لنډمهاله مېشتېدنې برخه د مهاجرینو چارو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ، د کډوالو تحقیق او معلوماتو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې نن د افغانستان ښځو ټولنیزو خدمتونو موسسې سره د ۷۳ زره او ۱۲۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په هرات کې ۳۶۰ زره. . .

بېرته خبرونه ته