د مهاجرینو چارو وزیر د افغانستان د شیعه ګانو له مشرانو سره وکتل
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمان حقاني د ښاغلي مولوي ذاکر الله قانت په مشرۍ د افغانستان د شیعه ګانو د ستونزو د حل کمېسیون سره ولیدل په دغه ناسته کې د اهل تشیع حضراتو په ستونزو او مشکلاتو خبرې وشوې، ښاغلي حقاني وویل ټول افغانان سره یو تن او وجود دي د افغانستان دښمنان غواړي په یوه او بل نوم د تفرقې په ایجادولو سره خپلې موخې ترلاسه کړي ښاغلي حقاني ددوی ستونزې، مشکلات او وړاندیزونه واورېدل او ډاډ یې ورکړ، چې د اړونده جهتونو سره به یې شریک او د حل په موخه به یې هلې ځلې وکړي