د مهاجرینو چارو وزیر د اسلام قلعه دروازې د مهاجرینو له امریت څخه لیدنه وکړه

anwari_morr
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۲ - ۹:۵۶
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمان حقاني هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې له ایران سره د اسلام قلعه دروازې د مهاجرینو چارو له امریت څخه د کارونو د ارزونې په موخه لیدنه وکړه
ښاغلي حقاني سره په دغه پلاوي کې د مهاجرینو چارو وزارت ارشد سلاکار مفتي محمود ذاکري، د مرستو د همغږۍ رئیس شیخ عبدالرحمان رحماني، د حقوقي ملاتړ رئیس مولوي محمودالحق احدي ملتیا کوله
ښاغلي حقاني د دغه امریت له کار کوونکو د کاري فعالیتونو راپور، ستونزې او مشکلات واورېدل او د حل ډاډ یې ورکړ، نوموړي ټولو کارکوونکو ته په کار کې د اخلاص او ریښتینولۍ سپارښتنه وکړه
ښاغلي حقاني په دغه پوله د ځینو همکارو موسساتو له استازو سره هم ولیدل، د هغوی د کارونو ستاینه یې وکړه او لازمې سپارښتنې یې ورته وکړې

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۳۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامو له استازو سره ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) او د ملګرو ملتونو پراختیایي برنامو(UNDP). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو ښوونیز مرکز موسسې سره د ۵۳۷ زره او ۸۵۵ امریکایي ډالرو پر ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار کې د زیانمنو شویو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ا.ا.ا د چارو ادارې عمومي ریاست د استازو، د یاد وزارت د رییسانو او ځینو امرینو په شتون کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه.
په پیل کې د یاد وزارت مالي. . .

بېرته خبرونه ته