د مهاجرینو چارو وزارت څو تنه مرکزي رییسان تبدیل او پر نویو دندو وګومارل شول

anwari_morr
شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۲۰:۲۹
-
د مهاجرینو چارو وزارت د وړاندیز او د اسلامي امارت د ریاست الوزرا د منظورۍ له مخې، د چارو د سمون په موخه د یاد وزارت څو تنه مرکزي رییسان تبدیل او د دغه وزارت د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري له لوري نویو دندو ته ور وپېژندل شول.
د کارکوونکو چارو پخوانی رییس محترم عرفان الله عباد تبدیل او د محترم مولوي محمد اسماعیل ذبیح الله پر ځای د داخلي تفتیش د رییس په توګه په دویم بست کې، محترم مولوي محمد اسماعیل ذبیح الله د داخلي تفتیش پخوانی رییس تبدیل او د محترم مولوي شکرالله شاکر پر ځای د راستنېدونکو او بیا مېشتېدنې رییس په توګه په دویم بست کې، محترم مولوي شکرالله شاکر د راستنېدونکو او بیا مېشتېدنې پخوانی رییس تبدیل او د محترم مفتي مدیر ګل احمدي پر ځای د مالي او اداري رییس په توګه په دویم بست کې، محترم مفتي مدیر ګل احمدي د مالي او اداري ریاست پخوانی رییس تبدیل او د محترم عرفان الله عباد پر ځای د کارکوونکو چارو رییس په توګه په دویم بست کې، د معلوماتي ټکنالوژۍ پخوانی رییس محترم ملا نورمحمد حامد تبدیل او د محترم الحاج نبي الله دادخیل پر ځای د حقوقي ملاتړ د رییس په توګه په دویم بست کې، محترم الحاج نبي الله دادخیل د حقوقي ملاتړ پخوانی رییس تبدیل او د ملا نورمحمد حامد پر ځای د معلوماتي ټکنالوژۍ د رییس په توګه په دویم بست کې، محترم شیخ عبدالرحمن رحماني د مهاجرینو په چارو کې د موسسو د انسجام پخوانی رییس تبدیل او د محترم مولوي محمدجان خدرخیل پر ځای د دعوت او ارشاد رییس په توګه په دویم بست کې او محترم محبوب الله مطهري د محترم شیخ عبدالرحمن رحماني پر ځای د مهاجرینو په چارو کې د موسسو انسجام رییس په توګه په دویم بست کې د مرکزي ریاستونو کارکوونکو ته ور وپېژندل شول.
ښاغلي بنوري د نویو رییسانو د پېژندنې تر څنګ د پخوانیو رییسانو له هڅو مننه وکړه او هغوی ته یې په نویو دندو کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه او په اسلامي امارت کې یې د مسوولینو تغیر او تبدیل یو اصل یاد کړ، هغه له مسوولینو وغوښتل، چې خپلې دندې په رښتینولۍ او پوره اخلاص سره ترسره کړي.
نوموړي وویل: مالي ګټې باید د خدمت کولو اصلي موخه نه وي، بلکې د الله متعال رضایت، رښتینی خدمت او د نظام پیاوړتیا باید لومړیتوب ولري.
نویو ګومارل شویو رییسانو پر رښتینولۍ، د دندو په ترسره کولو کې پر زیاتو هڅو، کډوالو او هېوادوالو ته پر ښه خدمت کولو ټينګار وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۲۰:۲۹
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت څو تنه مرکزي رییسان تبدیل او پر نویو دندو وګومارل شول

د مهاجرینو چارو وزارت د وړاندیز او د اسلامي امارت د ریاست الوزرا د منظورۍ له مخې، د چارو د سمون په موخه د یاد وزارت څو تنه مرکزي رییسان تبدیل او د دغه وزارت د دفتر رییس مولوي سعید احمد. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۱۹:۵۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د کاري دفتر په جامع جومات کې د سیرت النبي په مناسبت برنامه ترسره شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د کاري دفتر په جامع جومات کې د محمد (ص) د مبارک سیرت په مناسبت برنامه تر سره شوه.
په دغې برنامه کې د مهاجرینو چارو وزیر محترم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۹:۱۱
Background image

د ۱۴۰۵ مالي کال د دویمې ربعې ( غبرګولې، چنګاښ، زمري میاشتو) د راپور لنډيز

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د ۱۴۰۵لمریز کال په دویمه ربعه کې د راستنو شویو او بېځایه شویو ستونزو ته د رسېدنې، له کورنیو او نړۍوالو بنسټونو سره د همکاریو پیاوړتیا او د بشر. . .

بېرته خبرونه ته