د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي مرستیال د ښار جوړونې له مرستیال سره ولیدل

sadam_morr
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۲ - ۱۲:۳
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال شیخ عبدالرحمان راشد د ښار جوړونې وزارت، کور جوړونې، زونونو پراختیا او ساختماني چارو له مرستیال مولوي روح الله احمدي سره ولیدل
په دغه ناسته کې د مهاجرینو د ښارګوټو لپاره په اصلاحي او تفصیلي پلانونو خبرې وشوې او پریکړه وشوه، چې په دې اړه به ددواړو وزارتونو یو ګډ تخنیکي ټیم د یادو ښارګوټو ارزونه وکړي او وروسته به یې پراختیایي کارونه عملا شروع شي
ښاغلي راشد په ښار جوړونې وزارت کې د مهاجرینو د ښارګوټو اړوند د ځینو وسایلو څارنه او ارزونه هم وکړه او اړونده تخنیکي همکارانو ته یې د ښه ساتنې او او ګټه اخستنې په اړه لازمې لارښوونې وکړې

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۳۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامو له استازو سره ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) او د ملګرو ملتونو پراختیایي برنامو(UNDP). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو ښوونیز مرکز موسسې سره د ۵۳۷ زره او ۸۵۵ امریکایي ډالرو پر ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار کې د زیانمنو شویو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ا.ا.ا د چارو ادارې عمومي ریاست د استازو، د یاد وزارت د رییسانو او ځینو امرینو په شتون کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه.
په پیل کې د یاد وزارت مالي. . .

بېرته خبرونه ته