د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي مرستیال د غزني له والي او مرستیال والي سره ولیدل.

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۵ - ۹:۳۷
_

 د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن راشد غزني ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د غزني له والي حافظ محمد امین الله عمري او د دغه ولایت له مرستیال والي مولوي رحیم الله محمود سره ولیدل.
 په دې لیدنه کې له راستنېدونکو او داخلي بې ځايه شويو سره د مرستې او د مهاجرينو په ښارګوټو کې د ستونزو او دغو ستونزو ته د رسېدنې په اړه خبرې وشوې.
 د غزني والي او د دغه ولایت مرستیال والي ښاغلي راشد ته په بېلابېلو برخو کې د ښې رسېدنې په موخه د خپلو همکاریو ډاډ ورکړ.
 د وزارت مسلکي مرستیال د غزني والي د همکارۍ ستاينه څرګنده کړه او په دغه ولايت کې يې راستنېدونکو او بې ځايه شويو کورنيو ته پر ښې رسېدنې ټينګار وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۴:۵۹
Background image

کډوالو چارو وزارت د دفتر رييس: تغیر او تبديل په اداره کې يو اصل دی

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رييس مولوي سعيد احمد بنوري د ياد وزارت د حاضرۍ نوي عمومي مدير احسان الله رحيمي په پېژند غونډه کې وويل: تغیر او تبديل د ادارې د پرمختګ لپاره يو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۸:۱۷
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د کډوالو نړیوال سازمان د دفتر له رئیس محمد عبدیکر او مل پلاوي سره وکتل.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د کډوالو نړیوال سازمان د دفتر له رئیس محمد عبدیکر او مل پلاوي سره وکتل.
په دې ناسته کې چې له ښاغلي محمد عبدیکر. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۵:۲۴
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د اسلامي امارت د زعیم امیر المومین شیخ هبت الله حفظ الله د لارښوونې پر بنسټ له ایران څخه د هغو راستنو شوو له کورنیو سره نقدي مرسته وکړه، چې د هرات-کندهار پر لویه لار په ترافیکي پیښه کې شهیدان شوي وو.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د هرات-کندهار پر لویه لار په ترافیکي پیښه کې د شهیدانو شوو راستنېدونکو د کورنیو له غړو سره په لیدنه کې د یادې پېښې په اړه. . .

بېرته خبرونه ته