د مهاجرینو چارو وزارت او د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ګډه ناسته وشوه

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۶ - ۱۵:۴۸
-
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ ترمنځ د دایمي حللارو د کاري ګروپونو په اړه ګډه ناسته وشوه.
دغه ناسته د تثبیت او دایمي حل لارو رییس مولوي شمال خان مصلح په مشرۍ جوړه شوې وه او د ښاغلي الن دیوي په شتون کې د دواړو لوریو ترمنځ د د دایمي حل لارو د موندلو د کاري ګروپونو په اړه بحث او څرګندونې وشوې.
ښاغلي مصلح وویل: د ملي او نړیوالو همکارو بنسټونو له لوري چې مرسته او همکاري شوې ده مستحقو او اړمنو خلکو ته وېشل شوې ده.
زموږ د خلکو د بېځایه کېدا یو علت تېرې جګړې وې چې اوس اوس د اسلامي امارت په راتګ سره په ټول هېواد کې د سولې او امن فضا رامنځته شوې او دوی کولی شي، چې بیا خپلو مېنو او ټاټوبو ته ستانه شي.
نوموړي د بېځایه شویو ستونزو ته د د رسېدنې لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د لا نورو همکاريو غوښتنه څرګنده کړه.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د دایمي حل لارو آفیسر ښاغلي الن دهو د بې ځایه شویو لپاره د دغه دفتر د همکارۍ ډاډ څرګند کړ او زیاته یې کړه: د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري د دایمي حل لارې موندلو او د بېځایه شویو ستونزو ته د رسېدنې لپاره د ګډ تخنیکي ټیم د جوړولو غوښتونکې ده او د خپلې همکارۍ د دوام ډاډ ورکوي.
هغه له مهاجرینو چارو وزارت سره د خپلو همکاریو پر دوام او له راستنېدونکو او بې ځایه شویو سره د مرستو پر دوام ټینګار وکړ او هیله یې څرګنده کړه، چې دوی به له مرستندویه ادارو سره په همغږۍ لا ښه خدمتونه وړاندې کړي.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۵:۲۴
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د اسلامي امارت د زعیم امیر المومین شیخ هبت الله حفظ الله د لارښوونې پر بنسټ له ایران څخه د هغو راستنو شوو له کورنیو سره نقدي مرسته وکړه، چې د هرات-کندهار پر لویه لار په ترافیکي پیښه کې شهیدان شوي وو.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د هرات-کندهار پر لویه لار په ترافیکي پیښه کې د شهیدانو شوو راستنېدونکو د کورنیو له غړو سره په لیدنه کې د یادې پېښې په اړه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۵:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت ته د دفتر او کارکوونکو چارو نوي رئیسـان معرفي شول

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر بنسټ، مولوي سعید احمد بنوري د مهاجرینو چارو وزارت د مقام د دفتر رئیس، او عرفان الله عباد د کارکوونکو چارو رئیس په توګه وټاکل. . .
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۵:۴۰
Background image

د کډوالو چارو وزارت مسلکي معین د فاریاب ولایت د پوهنتون له ريیس سره وکتل

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین الحاج مولوي عبدالرحمن راشد د فاریاب ولایت د فاریاب پوهنتون له رییس مولوي محمد محقق سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو. . .

بېرته خبرونه ته