د مهاجرینو چارو وزارت او د قطر سرې میاشتې ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او په کابل کې د قطر سرې میاشتې ادارې ترمنځ د وزارت د پلان او پالیسۍ ریییس مولوي محمودالحق احدي په مشرۍ تخنیکي ناسته وشوه.
په دې ناسته کې په کابل کې د قطر د سرې میاشتې رییس ښاغلي ابو مصطفی او د وزارت ځینو رییسانو برخه اخیستې وه او په پکتیا کې د قطر د سرې میاشتې له لوري د بې ځایه شویو، راستنو شویو او مستحقو کورنیو لپاره د سرپنا د جوړولو، کیفیت او معیاري کېدو په اړه چې مخکې هم ورباندې بحث شوی و، خبرې وشوې.
ښاغلي مصطفوي د وزارت د وړاندیزونو د عملي کولو له ژمنې سره زیاته یې کړه، چې دا موضوع به د هغه هېواد له مشرتابه سره شریکه کړو او په اړه به یې کار وکړو.
د وزارت د پلان او پالیسۍ رییس د قطر د سرې میاشتې له مرستې او ښه نیت څخه مننه وکړه او د هر اړخیزو همکاریو ډاډ یې ورکړ.
ټاکل شوې چې د قطر د سرې میاشتې اداره په پکتیا ولایت کې د بې ځایه شویو، راستنو شویو او مستحقو کورنیو لپاره لسګونه سرپناوې جوړې کړي، چې ۲ خونې، یو پخلنځی، یو دهلیز او یو تشناب به ولري.