د مهاجرینو چارو سرپرست د هرات ولایت له والي سره ولیدل

anwari_morr
جمعه ۱۴۰۲/۸/۱۹ - ۱۹:۳۷
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني هرات ولایت ته د سفر په ترڅ کې د هرات ولایت له والي شیخ نور احمد اسلام جار سره د ولایت مقام کې ولیدل
په دغه ناسته کې په هرات ولایت کې د وروستیو زلزلو له امله زیانمنو کورنیو او هرات ولایت ته راستنېدونکو مهاجرینو په ستونزو اوهغوی ته په اسانتیاو برابرولو خبرې وشوې
دواړو لوريو زلزله ځپلو او راستنېدونکو ته د ژمي له رارسېدو مخکې د اساسي سرپناو په جوړولو ټینګار وکړ

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۹:۲۰
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د نورستان له والي قاري زین‌ العابدین عابد سره وکتل.

 په دې ناسته کې چې په نورستان کې د راستنو شویو د وضعیت په اړه خبرې وشوې، ښاغلي زین العابدین عابد د کډوالو چارو له محترم وزیر څخه د نورستان د کډوالو او راستنو شویو وړاندیزونو ته د رسېدنې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۴:۴۹
Background image

کډوالو وزارت کې د همکارۍ دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول

په کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له بشري صلح سازان افغانستان او د افغانستان پیاوړتیا او قلیم د نوښت موسسې سره د همکارۍ دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه لیک له مخې به د بشري. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۳:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د نورستان ولایت له مرستیال مولوي فیصل مختار او د کوچیانو چارو د سمون له عمومي رئیس مولوي بصر صاحبزاده سره وکتل

په دې ناسته کې چې راستنېدونکو هېوادوالو ته د اسانتیاوو چمتو کولو په موخه خبرې او وړاندېزونه وشول، په پیل کې مولوي فیصل مختار نورستال ولایت ته د ورستنو شوو د وضیعت په اړه معلومات وړاندې. . .

بېرته خبرونه ته