د مهاجرینو وزارت مسلکي معین د فاریاب ولایت امنیه قوماندان سره وکتل
د مهاجرینو وزارت مسلکي معین مولوي عبدالرحمن راشد، د فاریاب ولایت امنیه قوماندان ملا سراج الدین احمدي سره وکتل.
دغه لیدنه چې د فاریاب امینه قوماندان په کاري دفتر کې وشوه، مسلکي معین د خپل سفر موخه د هېواد شمالي او شمال ختیځو ولایتونو ته د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاستونو له کارونو لیدنه او د مهاجرینو وزارت سره د شویو هوکړه لیکونو له مخې د موسساتو له کارونو څارنه یاده کړه.
ښاغلي احمدي د مهاجرینو وزارت چارواکو له کړنو ستاینه وکړه او ښاغلي راشد ته یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.