د مهاجرینو وزارت مسلکي معین د سمنګان مرستیال والي سره ولیدل

sadam_morr
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۹ - ۱۰:۲۳
 
د مهاجرینو او راسنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین مولوی عبدالرحمن راشد، سمنګان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولایت مرستیال والي ملا داد خدا خادم سره ولیدل
په دې لیدنه کې چې د سمنګان والي د دفتر رییس قاري عبدالبصیر فرقاني هم ګډون درلود، د مهاجرینو په بېرته راستنېدو، د خدماتو په وړاندې کولو، د مرستو په راجلبو او همغږۍ خبرې وشوې.
مرستیال والي او د دفتر رییس د مرستو په راجلبولو کې مسلکي معین ته د همکارۍ ډاډ ورکړ.
همدارنګه ښاغلي راشد د چین هېواد له لوري مرسته شوې ۱۱۴ خېمې د یاد ولایت مهاجرینو ریاست ته وسپارلې، څو په بېړنیو حالاتو کې ترې کار واخېستل شي.
د یو بل خبر له مخې، د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین مولوي عبدالرحمن راشد په سمنګان ولایت کې د راستنو شویو لپاره د ۱۲۰ کورونو جوړولو پرانېسته وکړه.
یاد کورونه به دوه کوټې، یو دهلیز او یو تشناب ولري، چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په مالي ملاتړ او د اکرو موسسې له لوري د ۴۳ میلیون افغانۍ په لګښت سره جوړیږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۳۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او همکارو بنسټونو د استازو تر منځ د همغږۍ ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د کډوالو په چارو کې د موسسو د انسجام رییس ښاغلي ملا محبوب الله مطهري او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د نړۍوالې ادارې د پراختیایي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۹:۳۸
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د ننګرهار د اچین ولسوالۍ له قومي مخورو او مشرانو سره وکتل.

 له اچین څخه راغلو قومي مشرانو او مخورو، د اسلامي امارت له مشرانو سره د ولس په ليدنو خوښي څرګنده کړه او د کډوالو چارو د محترم وزیر له همکاریو یې مننه وکړه.
 په دغه ناسته کې چې د ولس پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۸
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس بغلان ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له مهاجرینو چارو ریاست څخه لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري د خپل کاري سفر په ترڅ کې د بغلان له مهاجرینو چارو ریاست څخه لیدنه وکړه.
په دغې لیدنه کې د یاد ریاست د. . .

بېرته خبرونه ته