د مهاجرینو وزارت مسلکي مرستیال د مهاجرت نړیوال سازمان له سرپرست سره لیدنه وکړه

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد په افغانستان کې د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) له سرپرست ښاغلي عدنان سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دغه لیدنه کې د مهاجرت نړیوال سازمان سرپرست په اسلام قلعه، سپین بولدک او تورخم کې د خپلو څانګو د فعالولو او راستنېدونکو ته د خدماتو د وړاندې کولو په اړه معلومات ور کړل او په دې برخه کې یې د مهاجرینو چارو وزارت همکاري او همغږي مهمه وبلله.
مسلکي مرستیال د یاد سازمان د همکاریو د مننې ترڅنګ د مرستو غوښتنه وکړه ويې ويل، چې د راستنېدونکو سره دې د کار موندنې په برخه کې مرسته وشي، څو په پرله پسې ډول بېرته ستنېدو او بېځايه کېدو ته اړ نه شي.
مولوي رشيد د دغه وزارت او همکارو بنسټونو ترمنځ همغږي مهم امر وباله ویې ویل، غوره ده چې د راستنېدونکو او بېځايه شوو خلکو بنسټیزې ستونزې په پام کې ونيول شي اورته رسیدګي وشي.
دواړو لوریو د همغږیو او همکاریو پردوام ټینګار او هوکړه وکړه.