د مهاجرینو وزارت مالي او اداري مرستیال د څارنې، حکمونو او فرامینو لوی ریاست د پلټنې له رییس سره ولیدل

sadam_morr
شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۶ - ۱۳:۵۰
-

د مهاجرینو وزارت مالي او اداري مرستیال شیخ کلیم الرحمن فاني د څارنې، حکمونو او فرامینو لوی ریاست د پلټنې رییس  مولوي حیدر صدر سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل. ښاغلي صدر د خپل مل پلاوي د کارونو په اړه توضیحات ورکړل او د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د دغې ادارې د پلټنې د پیل په اړه یې له  محترم مرستیال سره خبرې وکړې. ښاغلي فاني یاد هیات ته ښه راغلاست  او په چارو کې یې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۸
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس بغلان ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له مهاجرینو چارو ریاست څخه لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري د خپل کاري سفر په ترڅ کې د بغلان له مهاجرینو چارو ریاست څخه لیدنه وکړه.
په دغې لیدنه کې د یاد ریاست د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۲۸
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا له والي مولوي مهرالله حماد سره وکتل.

په دې ناسته کې چې له ښاغلي مولوي مهرالله حماد سره د پکتیا د کډوالو چارو رئیس مولوي عبدالولي منګل هم برخه لرله، په پیل کې ښاغلي والي په یاد ولایت کې د راستنو شویو د ژوند د وضعیت په اړه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۴۶
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس کندز ته د سفر په ترڅ کې له مهاجرینو چارو ریاست څخه لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري د کاري وضعیت، کړنو ترسره کولو لړۍ، کډوالو ته خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالي، دندو ترسره کولو تګلارې او. . .

بېرته خبرونه ته