د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر د ناصرو قوم له مشرانو او سپین ږیرو سره ولیدل

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۱ - ۸:۲۵
sadam anwari
نن سه شنبه د غبرګولي ( ٣١) مه د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر ښاغلي خلیل الرحمن حقاني په خپل کاري دفتر کې د ولایتو د ناصرو قوم له مخورو مشرانو او سپین ږیرو سره ولیدل.
د لیدنې په پیل کې ګډونوالو خپل نظرونه او وړاندیزونه د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو له وزیر سره شریک کړل.
ښاغلي حقاني د ناصرو قوم د مهاجرینو د استازو او سپین ګیرو څخه مننه وکړه چې د مهاجرینو پروړاندې شته ستونزې او ننګونې یې له ده سره شریکې کړې او ډاډیې ورکړ چې، د ناصرو قوم په شمول ټولو راستنېدونکو، داخلي بېځایه شوو او اړمنو مستحقو کورنیو ستونزو ته به پر وخت رسیدګي وشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته