د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو د وزارت اداري ناسته جوړه شوه
د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو د وزارت اونیزه اداري ناسته د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلا خروټي په مشرۍ او د رئیسانو او مسؤلینو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې د یو شمېر ادارو رئیسانو د تېرې ناستې د وړاندیزونو په تړاو د خپلو کړنو پایلې بیان کړې او د تېرې ناستې د پرېکړو او نورو موضوعاتو په اړه یې لازمې خبرې وکړې.
ښاغلي خروټي د لا پرمختیا په موخه مسوولینو ته د اساسي کارونود پرځای اجرااتو، اغېزمنتوب، ګړندي او د وخت د ضایع کېدو د مخنیوي په موخه لازمې لارښوونې وکړې.