د مهاجرينو چارو وزير د (IRC) موسسې له مرستيال سره ليدنه وکړه
د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزير الحاج خليل الرحمن حقان ی د (IRC) موسسې له مرستيال عدنان جنيد سره په خپل کاري دفتر کې ليدنه وکړه.
په ليدنه کې دواړو لوريو اړمنو او مستحقو کورنيو ته د ژمنيو مرستو په وېش خبرې وکړې.
د مهاجرينو چارو وزير د خيريه بنسټونو څخه مننه وکړه چې په سخت حالاتو کې يې د افغانستان له خلکو سره مرسته کړي.
هغه وويل، د شتمنو او د ټولنې د نورو وګړو وظيفه ده چې له اړمنوخلکو سره مرسته وکړي او له اړو خلکو سره مرسته بايد سياسي نه وي.
حقان ی زياته کړه چې د مهاجرينو چارو وزارت چمتو دی چې د سروې د شرايطو برابرولو او د مرستو د وېش په برخه کې له بنسټونو سره همکاري وکړي.
همدارنګه په سروې او د ومرستو په وېش کې د خلکو ديني، کلتوري او فرهنګي دودونه په جلا توګه په پام کې ونيول شي او د بنسټونو ټولې چارې دې د مهاجرينو چارو وزارت سره په همغږۍ او شفافيت ترسره شي.
د يادې موسسې اسيايي مرستيال وويل،موږ به د سروې او د مرستو د وېش په برخه کې ياد شوي ټکي په پام کې ونيسو او خپلو همکاريو ته به دوام ورکړو.