د مهاجرينو چارو وزير د پلان او پاليسۍ نوی رئيس معرفي کړ

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۹ - ۱۵:۱۸
_

د مهاجرينو چارو وزير الحاج خليل الرحمن حقاني د مهاجرينو چارو وزارت د پلان او پاليسۍ نوی ټاکل شوی رئيس مولوي محمود الحق احدي د دغه وزارت  کار کوونکو ته ور وپېژنده.

په يادو مراسمو کې چې په همدې موخه د مرکزي رئيسانو او د پلان او پاليسۍ رياست د کار کوونکو په ګډون ترسره شول، د مهاجرينو چارو وزير وويل، چې د دې کار له پاره چمتوالی او د لنډ مهاله او اوږد مهاله پلانونو ترتيب او د هغوی پلي کېدل او څارنه بايد په پوره اخلاص او دقت سره ترسره شي.

حقاني دغه راز د وزارت د بېلابېلو څانګو د کار کوونکو د وړتيا په لوړولو ټينګار وکړ او اړوندو رئيسانو ته يې لارښوونه وکړه، چې د کار کوونکو د وړتيا د لوړولو په موخه دې د دقیق پلان او مشخصو برنامو له مخې بېلابېل ښوونيز کورسونه په لاره واچوي.

د پلان او پالیسۍ تازه ټاکل شوي رئیس محمود الحق احدي د اسلامي امارت د مسؤولينو له اعتماد څخه د مننې په څرګندولو سره ژمنه وکړه، چې د اړوندو کار کوونکو په همکارۍ به د کارونو په ترسره کولو کې هر اړخيزې هڅې کوي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې په پکتیا کې د راستنو شویو په اړه خبرې وشوې، مولوي انعام الله صلاح الدین په یاد ولایت کې د راستنو شویو لپاره د قطر لخوا د استوګنې د یوه ښارګوټي د رغنیزو چارو په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۴۶
Background image

مهاجرینو چارو وزارت کې دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له احیای مجدد انصاري برای افغانستان او د کلیو او پرمختیايي پروګرام موسسو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه، چې د یو میلیون ۲۳ زره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۲۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې نږدې د ۳ میلیونو ډالرو پر ارزښت ۳ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د انکشافي و اجتماعي رازي، بشري صلح سازان افغان، دوستي مردم فرانسه با افغان ها موسسو ترمنځ د ۲ میلیونه ۸۹۸ زره او ۹۴۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د. . .

بېرته خبرونه ته