د مهاجرينو چارو وزارت کې ۸۰ تنو کار کوونکو ته روزنيز ورکشاپ جوړه شو

sadam_morr
دوشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۶ - ۱۱:۵۲
_

د مرکزي او ولايتي رياستونو او آمريتونو ۸۰ تنو کار کوونکو ته د مالي مسايلو، محاسبې او تدارکاتو په اړه روزنيز ورکشاپ د چنګاښ په ۲۶مه د مهاجرينو چارو وزارت د ناستو په تالارکې دایره شو.

دغه ورکشاپ د بشري سرچينو، مالي اواداري رياست او تدارکاتو آمريت له لخوا د درې ورځو لپاره د وزارت د مسلکي او مجربو کار کوونکو له لورې د مالي، محاسبې او تدارکاتي موضوعاتو د تشريح او په دې برخه کې د نمګړتياوو او ستونزو د حل په موخه په يادو برخو جوړه شوي ده.

د ورکشاپ په پيل کې د بشري سرچينو رئيس مفتي مديرګل احمدی د مالي، محاسبې او تدارکاتو د طی مراحلو په بهير کې د شته نميګړتياوو يادونه وکړه اود کمزوري مؤمن د قوي مؤمن او د کمزوري کارکوونکي د ضعیف کار کوونکي تفاوت ته په اشارې سره د کار کوونکو د ظرفيت په لوړولو ټينګار وکړ.

هغه زياته کړه، د ظرفيت لوړولو يوه ګټوره لاره د ورکشاپونو جوړول دي او په دې ورکشاپ کې د وزارت په مرکز کې د يادو برخو مسلکي کار کوونکي ټول اړوند مسايل بيانوي او له تاسې ګډنوالو څخه مو غوښتنه داده، چې پريزنټيشنونو ته په صبر او پوره دقت  سره متوجې اوسئ او له دې څخه لازمه استفاده وکړئ.

ورپسې د مالي او اداري رياست سرپرست ښاغلي جمال ځدران د وزرات د بوديجې د وضعيت، لګښتونو، د بوديجې او د مالي او حسابي اسنادو  طی مراحلو او پر وخت د مرکز او ولايتونو ترمنځ د اسنادو په اخيستو او لېږلو کې نیمګړتياوو ته اشاره وکړه  او دغې ورکشاپ يې د يادو ستونزو په حل کې اغېزمن وباله.

هغه زياته کړه، د بوديجې له محدويت او کسر سره بايد له شته امکاناتو څخه اعظمي ګټه واخيستل شي او د ورکشاپ له ګډونوالو څخه  موغوښتنه داده، چې د يادو موضوعاتو په اړه بيا بيا پوښتنې وکړي او لازم معلومات ترلاسه کړي.

وروسته د تدارکاتو آمريت سرپرست، محمد زمان د تدارکاتو د اصولو او مقرراتو په اړه او دبودیجې آمر محمد رفيع توخي د بوديجې په اړه خپل پريزينتيشنونه د ورکشاپ ګډنوالو ته وړاندې کړل.

ياد ورکشاپ دوه ورځې نور هم دوام وکړي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۸:۵۳
Background image

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې او د هغوی د چارو د لا ښه تنظیم په موخه، د مهاجرینو چارو وزارت په کوربه‌توب د همغږۍ ناسته ترسره شوه

دغه ناسته، چې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمان راشد په مشرۍ جوړه شوې وه، پکې د بهرنیو چارو وزارت، کورنیو چارو وزارت، عدلیې وزارت، د استخباراتو لوی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۱
Background image

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیاله: د بودیجې له زیاتوالي سره به له کډوالو سره مرستې زیاتې شي

پورته ټکی د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ(UNHCR) مرستیالې اغلې وینسا مټر بولي د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس ښاغلي سعید احمد بنوري سره په لیدنه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې په پکتیا کې د راستنو شویو په اړه خبرې وشوې، مولوي انعام الله صلاح الدین په یاد ولایت کې د راستنو شویو لپاره د قطر لخوا د استوګنې د یوه ښارګوټي د رغنیزو چارو په اړه. . .

بېرته خبرونه ته