د مهاجرينو چارو وزارت مرستيال د قندهار ولايت د والي سره ليدنه وکړه

sadam_morr
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۳ - ۱۴:۴۶
-

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستيال الحاج محمد ارسلاح خروټي د لړم په (۲۲) مه د قندهار ولايت د والي  الحاج محمد يوسف وفا سره ليدنه وکړه.

په دغه ليدنه کې  دواړو لوريو راستنېدونکو او بېځايه شوو ته د غوره او پروخت خدماتو وړاندې  کولو په اړه خبر ې وکړې.

 والي ژمنه وکړه چې  د قندهار ولايت رهبري به  په خپل ټول توان سره د مهاجرينو چارو وزارت د برنامو د پلي کولو ملاتړ کوي او هڅه به وکړي چې د لا همکاريو لپاره زمينه برابره شي.

ښاغلي خروټي د دغه ولايت د والي څخه مننه وکړه ويې ويل، د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت هڅه کوي چې د دولتي او  مرستندويه بنسټونو په همکارۍ د  راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو شته ستونزو هوارې کړي او په بېلابېلو برخو کې ورته اسانتياوې رامنځ ته کړي.

د يوبل خبر له مخې د مهاجرينو چارو وزارت مرستيال قندهار ولايت ته د خپل سفر په جريان کې په پنجوايي ولسوالۍ کې د مهاجرينو د ښارګوټي څخه ليدنه وکړه او د مهاجرينو چارو رئيس د ښارګوټي په اړه معلومات ورکړل.

د هغه په خبره چې دغه ښارګوټي (۱۰۶۰) نمرې او  د (۴۰) زره لېتره په ظرفيت سره د اوبو خيره او  اوبو رسونې شبکه لري، چې  د دې ښارګوټي ټول اوسېدونکو ته د څښاک اوبه برابروي.

ښاغلي خروټي په ښارګوټي کې شته ستونز وڅېړلې ژمنه يې وکړه، چې د مهاجرينو چارو وزارت به د اړوندو ادارو او مرستندويه بنسټونو په همکارۍ د ياد ښارګوټي د اوسېدونکو اساسي اړتياوې پوره کړي.

همداراز د وزارت مرستيال د قندهار ولايت  سپين بولدک ته ولاړ او د مهاجرينو سرحدي آمر،  الله محمد  د افغان مهاجرينود راستنېدو د بهير او دهغوی د ژوندانه د ستونزو په اړه د وزارت مرستيال ته  معلومات ورکړل او ښاغلي محمد ارسلاح خروټي  په سپين بولدک کې د افغان مهاجرينو ستونزې او ننګونې وڅېړلې او د حل په موخه يې اړوندو ادارو ته لازمې لارښوونې وکړې.

د مهاجرينو چارو وزارت مرستيال دوه ورځې وړاندې د راستنېدونکو او بېځايه شوو د ستونزو  او د قندهار ولايت د مهاجرينو چارو رياست د فعاليتونو د څېړلو په موخه قندهار ولايت ته سفر وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۳۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامو له استازو سره ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) او د ملګرو ملتونو پراختیایي برنامو(UNDP). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو ښوونیز مرکز موسسې سره د ۵۳۷ زره او ۸۵۵ امریکایي ډالرو پر ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار کې د زیانمنو شویو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ا.ا.ا د چارو ادارې عمومي ریاست د استازو، د یاد وزارت د رییسانو او ځینو امرینو په شتون کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه.
په پیل کې د یاد وزارت مالي. . .

بېرته خبرونه ته