د مهاجرينو چارو وزارت سرپرست د ژغورنې نړيوالې کمېټې د خونديتوب برخې له مسؤل سره ليدنه وکړه

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۸ - ۱۲:۲۱
________

د مهاجرينو چارو وزارت سرپرست الحاج قاري محمد اجمل وياړ په افغانستان کې د ژغورنې نړيوالې کمېټې د خونديتوب برخې له مسؤل ښاغلي کنيفن موريتي سره د چنګاښ په ( ۱۸) مه په خپل کاري دفتر کې ليدنه وکړه.
په دې ليدنه کې ښاغلي موريتي د هېواد په څلورو ولايتونو کې د اړمنو او مستحقو کورنيو لپاره د دغې ادارې د فعاليتونو په اړه معلومات ورکړل.
د مهاجرينو چارو وزارت سرپرست د مرستو رسولو په برخه کې د يادې ادارې د فعاليتونو څخه مننه وکړه او غوښتنه يې وکړه، چې  هغه سيمو کې له امړنو کورني، خپلې مرستې ډېري کړي، چې په تېرو کلونو کې ورسره بشري مرستې نه دي ترسره شوي.
په ياده ناسته کې د پلان او پالېسۍ سرپرست مرستيال مولوي محمود الحق احدي هم شتون درلود او په هغه سيمو کې يې د مرستو د زياتوالي غوښتنه وکړه، چېرته چې راستانه شوي  بېرته خپلو اصلي ځايونو ته ځي.
ښاغلي موريتي د يادې ادارې د همکاريو د دوام په اړه ډاډ ورکړ.
په پام کې ده، ډېر ژر په خوست، هرات، ننګرهار او لغمان ولايت کې د مرستو رسولو په موخه د يادې ادارې او مهاجرينو چارو وزارت له لورې د همکاريو هوکړه ليک لاسليک شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۵۳
Background image

په ننګرهار کې د راستنېدونکو د پرمختللي ډیټابیس د لنډمهاله مېشتېدنې برخه فعاله شوه

تېره ورځ د ننګرهار تورخم فرضي کرښې په عمري کمپ کې د راستنېدونکو په پرمختللي ډیټابیس کې د لنډمهاله مېشتېدنې برخه د مهاجرینو چارو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ، د کډوالو تحقیق او معلوماتو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې نن د افغانستان ښځو ټولنیزو خدمتونو موسسې سره د ۷۳ زره او ۱۲۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په هرات کې ۳۶۰ زره. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۷ - ۱۴:۰
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په جلا جلا ناستو کې د پکتیا د جهادي مدرسې له مهتمم شیخ طالب جان ادیب او د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ له قومي مخورو او مشرانو سره وکتل.

د پیل په ناسته کې چې له محترم شیخ طالب جان ادیب سره څو تنو علماو هم حضور درلود، د جهادي مدرسو د فعالیت په اړه خبرې وشوې او یادونه وشوه چې د اسلامي زده کړو مرکزونه د ودې په حال کې دي او. . .

بېرته خبرونه ته