د مهاجرينو چارو وزارت د مرستندويه بنسټونو سره د څه باندې اته ميليونو ډالرو په ارزښت د همکاريو (۹) هوکړه ليکونه لاسليک کړل
د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د مرستندويه بنسټونو سره، راستنېدونکو او بېځايه شوو ته د مرستو رسولو په موخه د لړم په ( ۹) مه د اته ميليونو( ۳۷۰) زره او (۳۷۱) ډالرو په ارزښت د همکاريو (۹) هوکړه ليکونه لاسليک کړل.
د يادو هوکړه ليکونو مطابق، د واسا(WASSA)، اکرو(ACHRO)، سي. اچ.ای، پي. آی. ان، افغان ايد، دبليو اس. تی. ای او آی. آرسي د کور جوړولو، پارک، سرک، پلچک، تشنابونو جوړولو او د نغدي، مرستو، ژورو څاه ګانو د کېندلو، د ښوونځي د څارنې، د کانالونو د پاکولو، د انګليسي او کمپيوټر د کورسونو رامنځته کولو او راستنېدونکو او بېځايه شوو د رواني مشورو ورکولو په برخه کې په يوشمېر ولايتونوکې پروژې پلي کېږي.
دغه هوکړه ليکونه د وزارت مرستو د همغږۍ د رئيس شيخ عبدالرحمن راشد او پلي کوونکو موسسو د استازو ترمنځ په وزارت کې لاسليک شول او شيخ رحماني د پروژو په شفاف پلي کېدو ټينګار وکړ.