د مهاجرينو چارو وزارت او يوې مؤسسې ترمنځ د همکاريو هوکړه ليک لاسليک شو

anwari_morr
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۳۰ - ۷:۲۹
۔

 

د مهاجرينو چارو وزارت او د افغانستان له پاره د احيای مجدد انصاري مؤسسې ترمنځ د همکاريو هوکړه ليک لاسليک شو. د لاسليک شوي هوکړه ليک مالي لګښت ٢ميلونه او ٧٧٥ امريکايي ډالردی، چې په له مخې به يې ياده مؤسسه په هرات، غور، فراه او بادغیس ولايتونوکې د ملګرو ملتو د کډوالو ادارې په مالي مرسته ٣٠ زره کورنيو ته،چې پکې بېځايه شوي او نوي ځای پرځای شوې کورنۍ شاملې دي د نغدي، ژمنيو او دغير خوراکي توکو د وېش په برخه کې مرستې تر سره کړي. ياد هوکړه ليک د مهاجرينو چارو وزارت د مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد او د يادې مؤسسې د رييس ترمنځ لاسليک شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۶
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر پکتیکا کې سلګونو راستنو شویو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش په برنامه کې ګډون وکړ


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزير محترم مولوي عبدالكبير نن پکتیكا ته د سفر په ترڅ کې سلګونو راستنو شویو بېوزلو کورنیو ته د خوراکي توکو د وېش په برنامه کې ګډون او وینا وکړه.
په دې. . .

بېرته خبرونه ته